کورپاڼه / خپلواک / سيمون: سهواګ، کريس ګيل او وارنر خطرناکه توپوهونکي دي
وريندر سهواګ کريس ګيل او ډيويډ وارنر

سيمون: سهواګ، کريس ګيل او وارنر خطرناکه توپوهونکي دي

خپلواک وېبپاڼه (١٠ جنوري ٢٠٢٠): د اسټراليا پخوانى لوبڅار سيمون توفيل په خپله يوه مرکه کې وايي چې وريندر سهواګ، کريس ګيل او ډيويډ وارنر د نړۍ خطرناکه توپوهونکي دي.

سيمون توفيل چې د اسټراليا اوسېدونکى دى او تر يوې لسيزې ډېر وخت يې په نړيوالو سياليو کې د لوبڅارۍ دنده ترسره کړې ده، هغه په ٢٠١٢ کال کې له لوبڅارۍ څخه استعفا ورکړه او اوس د اى سي سي د لوبڅارانو په يوه کمېټه کې دنده ترسره کوي.

سيمون توفيل يو له مخکښو لوبڅارانو څخه و، چې له ٢٠٠٤ څخه يې تر ٢٠٠٨ پورې پرلپسې د غوره لوبڅار جايزې هم ترلاسه کړي دي. له لوبڅارۍ تر استعفا وروسته نوموړي يو کتاب هم وليکه، چې نوم يې (Finding the Gaps) و.

د کرکټ له سترې وېبپاڼې کريک انفو سره هغه په خپله يوه مرکه کې ډېرې خبرې کړې دي. له نوموړي وپوښتل شو چې په کرکټ کې هغه کوم لوبغاړى و چې د ډيسپلين ډېر خيال يې ساته، نو هغه د اسټراليا لوبډلې لوبډلمشر مارک واف نوم واخيست.

همدا راز له هغه نه پوښتنه وشوه چې د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو زيات درې خطرناک توپوهونکي کوم يو دي؟ نو هغه بې د څه سوچه وويل، چې د ويسټ انډيز کريس ګيل، د هند وريندر سهواګ او د اسټراليا ډيويډ وارنر هغه درې توپوهونکي دي چې ډېره خطرناکه توپوهنه به يې ترسره کوله.

د يادولو ده چې ٤٨ کلن سيمون توفيل په ١٩٩٩ کې يو ورځنيو، ٢٠٠٠ کې ټېسټ او ٢٠٠٧ کې په شل اوريزو لوبو کې لوبڅاري پيل کړې وه، چې په ٢٠١٢ کال کې يې له لوبڅارۍ استعفا ورکړه، هغه په ٧٤ ټېسټ سياليو، ١٧٤ يو ورځنيو سياليو او ٣٤ شل اوريزو سياليو کې د لوبڅار دنده ترسره کړې وه، چې په دې کې په ځينو سترو او تاريخي لوبو کې هم هغه لوبڅاري کړې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …