کورپاڼه / خپلواک / تر جالبې لوبې وروسته ويسټ انډيز دويمه سيالي هم له ايرلېنډ وګټله
الزاري جوسيپ

تر جالبې لوبې وروسته ويسټ انډيز دويمه سيالي هم له ايرلېنډ وګټله

خپلواک وېبپاڼه (١٠ جنوري ٢٠٢٠): د ويسټ انډيز او ايرلېنډ ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه ډېره جالبه وه، چې ويسټ انډيز په وروستۍ ويکټ او د وروستي اور په پنځم توپ بريا خپله کړه او په لوبلړۍ کې د ٢-٠ سره مخکښ شو.

د ويسټ او ايرلېنډ دويمه يو ورځنۍ سيالي چې په بريج ټاون کې ترسره شوه، ايرلېنډ د لوبې پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

ايرلېنډ په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې پال سټرلنګ ٦٣، سيمي سينګ ٣٤، کيوين اوبراين ٣١ او ويليم پورټرفيلډ ٢٩ منډې وکړې.

د ويسټ انډيز له لوري الزاري جوسيپ په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٤ ايرلېنډي لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز شيلډون کوټرېل ٣ او خېري پېري ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٣٨ منډو هدف پر وړاندې که د ويسټ انډيز لوبډله څه هم په لومړيو کې تر فشار لاندې راغله، خو وروسته يې په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او تر جالبې لوبې وروسته يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو په ٤٩.٥ اورونو کې ياد هدف پوره او په ١ ويکټ يې بريا خپله کړه.

د دوى له لوري نيکولاس پوران ٥٢، هايډن والش ٤٦ ناسوځېدلې، لوبډلمشر کيرون پولارډ ٤٠ او شاى هوپ ٢٥ منډې وکړې. د ايرلېنډ له لوري سيمي سينګ ٣، انډري مک برني او بېري مک کارتي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه الزاري جوسيپ ترلاسه کړه، چې د ٣٢ منډو په بدل کې ٤ ايرلېنډي لوبغاړي له مېدانه بهر کړي و.

دا د ايرلېنډ د نوي لوبډلمشر انډي بيلبيرني په مشرۍ کې دويمه لوبه ده، چې په دواړو لوبو کې يې ماته وخوړه. همدا راز د ٣ يو ورځنيو لوبو په لوبلړۍ کې ويسټ انډيز پرلپسې دوه لوبو کې بريا خپله کړه او لوبلړۍ يې هم په خپل نوم کړه، د دواړو لوبډلو ترمنځ به د لوبلړۍ دريمه يا وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د سينټ جارج په لوبغالي کې د جنورۍ په ١٢مه نېټه ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …