کورپاڼه / خپلواک / د ملالې يوسفزۍ پر ژوند جوړ شوي فلم ټرېلر خپور شو
ملاله يوسفزۍ او ګل مکۍ

د ملالې يوسفزۍ پر ژوند جوړ شوي فلم ټرېلر خپور شو

خپلواک وېبپاڼه (١٠ جنوري ٢٠٢٠): د نړۍ په کم عمره نوبيل جايزې ګټونکې او د سوات پښتنې ملالې يوسفزۍ پر ژوند د (ګل مکۍ) په نوم فلم جوړېږي، په دغه فلم له ٢٠١٧ کال راهيسې کار روان دى او اوس يې تازه ټرېلر په ټولنيزو رسنيو کې خپور شو.

د فلم جوړونکو څو ورځې مخکې اعلان کړى و، چې د ملالې يوسفزۍ پر ژوند جوړ شوى فلم به د روان کال د جنورۍ په ٣١مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.

د فلم په دغه ټرېلر کې د ملالې يوسفزۍ د پيل ژوند او په سوات کې د طالبانو وخت ښودل شوى دى. د دغه ټرېلر د ملالې د کردار له غږ نه کېږي، چې هغه د خپل ځان پېژندګلو کوي او د خپلې کورنۍ په اړه خبرې کوي.

هغه وايي چې د پښتنو په سيمو کې د نجونو په زېږېدو څوک نه خوشحاله کېږي، خو د هغه کورنۍ هغې ته ډېره مينه ورکړه. هغه وايي چې د مېوند د جنګ اتلې ملالې په نوم باندې د هغه نيکه هم په هغه (ملاله) نوم کېښود، خو هغې ته څه معلومات و، چې يوه ورځ به د ملالې په څېر دا هم د جنګ مېدان ته راووځي.

د فلم په ټرېلر کې هغه يو وخت له پلار نه پوښتنه کوي، چې طالبان له ښوونځيو سره ولې دښمني لري.

د ملالې يوسفزۍ په ژوند د (ګل مکۍ) په نوم جوړ شوى فلم په هند کې جوړ شوى دى، چې ډايريکټر يا لارښود يې امجد خان دى. همدا راز په دغه فلم کې د ملالې يوسفزۍ کردار ريم شېخ لوبولى دى.

په فلم کې د ملالې يوسفزۍ د مور کردار نامتو هنرمندې ديويا دتا ترسره کړى دى او عطل کلکرني بيا د ملالې يوسفزۍ د پلار په کردار کې راښکاره شوى دى.

د يادولو ده چې د دې فلم يوه ويډيو په ٢٠١٨ کال کې هم په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې وه، چې په هغه کې د ملالې يوسفزۍ د مور کردار ډېر ښکاره کړاى شوى و، خو په اوسني کې بيا د هغه د پلار کردار ډېر وړاندې شوى دى.

دا هم ولولئ

آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

د خېټې یا معدې درد یوه داسې ستونزه ده چې ډېری خلک پرې اخته کېږي …