کورپاڼه / خپلواک / دهوني به له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړي
مهيندرا سينګ دهوني

دهوني به له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړي

خپلواک وېبپاڼه (١٠ جنوري ٢٠٢٠): د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او اتل لوبغاړی مهېندرا سينګ دهوني به ډېر ژر له پنځوس اوریزو لوبو سره مخه ښه وکړي.

د هند ملي لوبډلې روزونکي راوي شاستري وويل چې ښایي مهېندرا سينګ دهوني ډېر زر له پنځوس اوریزو لوبو استعفا وکړي. هغه همدا راز زياته کړه، چې زه له دهوني سره غږېدلی یم، دهوني شاید ډېر زر پنځوس اوریزې لوبې پرېږدي او یوازې شل اوریزو لوبو ته پام وکړي، موږ سږ کال نړيوال جام او آی پي اېل مخکې لرو.

د شاستري دې خبرې د اېم اېس دهوني ګڼ مینوال خپه کړي، ځکه اېم اېس دهوني د دوی لپاره یو ستر لوبغاړی دى.

دهوني د هندۍ لوبډلې یو اتل لوبډلمشر بلل کېږي، د دهوني په کپتانۍ کې هند د شل اوریزو لوبو نړيوال جام، د پنځوس اوریزو لوبو نړېوال جام، د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي ګټلي. د هند دننه او د نړۍ هر ګوت کې یې ډېر سیریزونه ګټلي، همدا راز د ای پي اېل،  چېنای سوپر کېنګز لوبډلې د دهوني په کپتانۍ کې درې ځلې د ای پي اېل جام ګټلی.

اېم اېس دهوني د هند یو بریالی لوبډلمشر و، له ټېسټ لوبو څخه يې په ۲۰۱۴م کال کې استعفا ورکړه او د لوبډلمشرۍ چارې یې ویراټ کوهلي ته پرېښودې، له هغه وروسته يې په ۲۰۱۶م کال کې د دوو نورو فارمېټونو لوبډلمشري هم ویراټ ته پرېښوده.

د دهوني د استعفا خبرونو د ۲۰۱۹م کال د کرکټ د نړيوال جام څخه وروسته زور واخیست او د ډېرو پر خولو وې، د ۲۰۱۹م کال د نړېوال جام راهېسې اېم اېس دهوني هېڅ نړيواله لوبه نه ده کړې، د ده پر ځای رېشاب پانټ د هندۍ لوبډلې لپاره د وېکټ ساتونکي په حیث ولوبېد، خو تر ډېره یې لوبه په زړه پورې نه وه.

دهوني په ټېسټ سياليو کې ۹۰ لوبې کړي چې د منډو کولو اوسط يې ۳۸ دی، په پنځوس اوریزو سياليو کې یې ۳۵۰ لوبې کړي او اوسط یې له ۵۰ منډو پورته دی، په شل اوریزو لوبو کې یې بیا اوسط ۳۷ منډې دی، مهېندرا سېنګ دهوني په افغانستان کې هم ګڼ مینوال لري.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …