کورپاڼه / خپلواک / ګل پاڼې د (مازيګر) په نوم د غزلو البم ريکارډ کړى
ګل پاڼه

ګل پاڼې د (مازيګر) په نوم د غزلو البم ريکارډ کړى

خپلواک وېبپاڼه (١٠ جنوري ٢٠٢٠): د پښتو موسيقۍ نامتو هنرمنده ګل پاڼه وايي، چې ډېر وخت وروسته يې يو ځل بيا د غزلو پوره البم ريکارډ کړى دى، چې ژر به خپور شي.

ګل پاڼې په خپله فېسبوکپاڼه باندې د خپل نوي البم (مازيګر) انځور هم خپور کړى دى او ويلي يې دي، چې ډېر وخت وروسته يې د غزلو البم ريکارډ کړى دى.

د ګل پاڼې د غزلو بشپړ البم چې په يمي سټوډيو کې ريکارډ شوى دى، په اړه يې دا نه دي ويل شوي، چې په دې کې د چا چا غزلې شاملې دي، خو ويل کېږي چې ښايي ژر به يې يوه لنډه ويډيو هم خپره شي، چې په هغې کې به د غزلو لنډې لنډې برخې وي او تر هغه وروسته به بيا البم خپور شي.

ګل پاڼه چې د پښتو فلمونو لپاره د سندرو ويلو نه ډېره زياته مشهوره شوې وه او هر هغه ځاى کې چې پښتانه ژوند کوي، مينه وال يې پېدا کړي و، له دې سره سم يې په اردو کې هم سندرې وويلې چې خلکو ډېرې خوښې کړې.

ګل پاڼه هغه مهال لا ډېره مشهوره شوه چې په کوک سټوډيو کې يې د (من امده ام) سندره وويله او دغه سندره بېخي ډېره مشهوره شوه.

نوموړي څه موده مخکې په لومړي ځل غزلې هم وويلې، چې د (زما غزل) په نوم يې د غزلو البم خپور شو او په هغه کې د پښتو ژبې د ستر او نامتو شاعرانو غزلې شاملې وې، چې خلکو ډېرې خوښې کړې.

د ګل پاڼې د غزلو نوي البم (مازيګر) ته هم د هغې مينه وال ډېر په تمه دي او هيله څرګندوي، چې يو ځل بيا به د (زما غزل) په څېر ښې او معياري غزلې د ګل پاڼې له خولې څخه واوري.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …