کورپاڼه / خپلواک / د ۱۹ کلنو ځوانانو ۱۳م نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ګډون
Afghan cric

د ۱۹ کلنو ځوانانو ۱۳م نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ګډون

خپلواک وېبپاڼه (۱۰ جنوري ۲۰۲۰): د نولس کلنو ځوانانو نړېوال جام د ۱۳م ځل لپاره سږ کال په سویلي افریقا کې ترسره کېږي. د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ نړیوال جام يو ځل مخکې هم په دغه هېواد کې ترسره شوی و.سږ کال یاد جام کې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي، چې په څلورو ډلو وېشل شوي دي. دا لوبې به د جنورۍ میاشتې پر ۱۷مه پیل او د فېبرورۍ پر ۹مه به پای ته ورسېږي، ټولې ۴۴ لوبې به پکې شاملې وي.
د جاپان هېواد د نولس کلنو خوانانو راتګ نړيوال جام ته د حیرانتیا خبره وه، ځکه جاپان کې ډېر خلک په صنعت بوخت دي، همدارنګه اکثره خلک یې نورو لوبو ته پام کويي، خو دا ځل یې د نولس کلنو ځوانانو نړېوال جام کې هم ځان ته ځای پیدا کړ.
د دغه نړیوال جام لومړنۍ لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ د افغانستان پر وخت ۱۲ او ۳۰ دقیقې د افغانستان او کوربه هېواد سهیلي افریکا ترمنځ ترسره شي.
افغان نولس کلنې لوبډلې تېر نړيوال جام کې خورا ښه لوبېدلې وه، د یاد جام تر نیمه پای لوبو یې ځان رسولی و،د پاکستان او نیوزیلینډ سترې لوبډلې یې ماتې کړې وې. د نيوزیلینډ ماتول په کوارټر فاینل لوبو کې ډېره ستره پېښه وه، چې نړيوال یې ګوته په غاښ کړي وو. دا ځل افغانستان په D ګروپ کې له سویلي افریقا، عربي اماراتو او کاناډا سره یو ځای ده، چې د افغانستان لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پروړاندې د جنورۍ پر ۱۷مه د غرمې پر ۱۲:۳۰ بجو، دوهمه لوبه د عربي اماراتو پر وړاندې د جنورۍ پر ۲۲مې نیټې، دریمه لوبه د کاناډا پروړاندې د جنورۍ پر ۲۴مې نېټه ده.
فرحان زاخېل، نوراحمد لکڼوال او ابراهیم ځدراڼ هغه افغان لوبغاړي دي، چې ۲۰۲۰ کال کې د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په ډله کې خیستل شوي، چې په لوبډله کې پرې زیات حساب کېږي او د غوره لوبغاړو په سترګه ورته کتل کېږي.
تېر نړیوال جام چې هندۍ لوبډلې د ځان په نوم کړی و، په نیوزیلینډ کې ترسره شوی و.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …