کورپاڼه / خپلواک / هند د شل اوریزو لوبو په لړۍ کې سریلانکا ته ماته ورکړه
India vs Srl

هند د شل اوریزو لوبو په لړۍ کې سریلانکا ته ماته ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (۱۰ جنوري ۲۰۲۰): د هند کرکټ ملي لوبډلې پر درېيمه شل اوریزه لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه. د شل اوریزو په لوبلړۍ کې اوله لوبه د باران د ورېدو له امله لوبه بې پایلې پای ته ورسېده، خو دویمه لوبه د هند او سریلانکا ترمنځ وه، چې د هندۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

په هندۍ لوبډله کې لوکېش راهول ۵۴، شېکر دهوان ۵۲، مېنش پانډې ۳۱، کپتان وېرات کوهلي ۲۶ او شاردول ټکور ۲۲ زیاتې منډې وکړې، چې د هند لوبډله یې بریا ته وریوله.

هندۍ لوبډلې سریلانکا ته د ۲۰۱ منډو هدف ورکړ، چې سریلانکا ونشوای کړای، چې یاد هدف پوره کړي او لوبه په خپله بریا پای ته ورسوي. سریلانکا که څه هم لوبه و نه ګټله، خو بیا یې هم ښه توپ اچوونه وکړه، چې سنډکن ۳ وېکټې، لهېرو او هسرنګا ۱-۱ وېکټې ترلاسه کړې. سریلانکا دتوپ وهنې پر مهال ښه پیل وا نه خیست او پیل لوبغاړي یې ډېر ژر- ژر وسوځېدل.  د سریلانکا له له اړخه دننجیا ۵۷، انجېلو مېتیوز ۳۱، اوېشکا ۹ او کشال پرېرا ۷ منډې وکړې.

د هند له لورې نیدیپ سیني ۳ وېکټې، واشنګټن سندر او شردول تټور ۲ – ۲ وېکټې او جسپریټ بومرا ۱ ویکټ واخیسته. سریلانکا د توپ وهنې پر مهال په ۱۵ اورونو او ۵ توپونو باندې یوازې ۱۲۳ منډې وکړې.

د ای سي سي په نوې درجه بندۍ کې د هند کرکټ لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې اوس مهال پنځم مقام لري، همدارنګه سریلانکا هم په دغې درجه بندۍ کې شته او ۷ مقام لري، افغانستان هم په دغې درجه بندۍ کې شته، چې ۸ مقام لري.

د شل اوریزو لوبو دغه لړۍ د هندۍ لوبډلې له خوا ۲ پر صفر پای ته ورسېده. هند له دې وروسته له اسټرالیا سره ۳ یو ورځنۍ لوبې لري، چې یادې لوبې به د جنوري پر ۱۴مه نېټه پیل شي او د جنورۍ پر ۱۹ مه به پای ته ورسي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …