کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان د کورني کرکټ غوره لوبغاړي
دروېش رسولي، منير احمد او ضیا الرحمان اکبر

د افغانستان د کورني کرکټ غوره لوبغاړي

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ جنوري ۲۰۲۰): کورنی کرکټ د یو هېواد د کرکټ لپاره خورا ډېر مهم او ارزښت ناک وي، همدا کورنی کرکټ دی چې اوس په نړۍ کې ستر لوبغاړي شته، که کورنی کرکټ نه و ښایي اوس به د کرکټ ډېر ستر لوبغاړي  نه ول.

په نوره نړۍ کې د کرکټ لوبغاړي د یو ښه فرسټ کلاس او لېسټ کریر وروسته د هېواد په سطحه ملي لوبډلو ته بلل کېږي، خو افغانستان کې تر ډېره دا شکایت دی چې لوبغاړو سره توپیري چلند شوی او لا هم کېږي، موږ له ځان سره داسې لوبغاړي لرو چې له دې مخکې چې نړيوالې لوبې وکړي، نړيوالو پېژندلي او د هغوی د لوبو ستاينه یې کړې ده. همدا راز د کرکټ بورډ نوي مشر فرهان يوسفزي هم له خلکو سره ژمنه کړې ده، چې نوو لوبغاړو ته به په لوبډلو کې د لوبېدو زمينه برابره کړي.

نن سبا تخنیکي کرکټ ډېر زیات مهم دی او له نېکه مرغه زموږ ډېری ځوان لوبغاړي ښه تخنیکي کرکټران دي، چې لاندې یې پر څو څېرو غږېږو.

توپ وهونکي:

بهیر شاه محبوب، دا ځوان لوبغاړي په کورني کرکټ کې ډېر ښه ځلېدلی، په فرسټ کلاس لوبو کې یې یواځې ۲۳ لوبې کړي خو دا ۲۳ لوبو کې یې ۲۳۲۳ منډې کړي د منډو جوړولو اوسط یې ۷۲،۲۲ دی په یو لوبه کې یې لوړې منډې ۳۰۳ منډې دي. پر بهیر محبوب د کرکټ نړېوالې وېب پاڼې کريک انفو هم راپورونه ليکلي.

دروېش رسولي، بل ځوان لوبغاړی چې ۱۴ لوبو کې يې ۱۴۵۴ منډې کړي د منډو کولو اوسط یې ۷۲ دی او تر ټولو ډېرې منډې یې یوه پاڼۍ کې ۲۴۹ دي.

منیر احمد کاکړ، منیر یو ښي لاسی توپ وهونکی او یو ښه وېکټ ساتونکی دی، په ۲۷ فرسټ کلاس لوبو کې ېې ۲۳۰۵ منډې کړي د توپوهنې اوسط یې ۵۱ منډې دی او ډېرې منډې يې یو پاڼۍ کې ۲۱۰ دي.

توپ اچوونکي:

ضیا الرحمان اکبر، کيڼ لاسی ورو توپ اچوونکی دی، په ۲۲ لوبو کې یې ۱۳۶ ويکټې اخیستي.

نجات مسعود، ځوان ښي لاسی چټک توپ اچوونکی دی چې ۱۷ لوبو کې یې ۵۴ ويکټې اخیستي، مسعود په شپږیزه شل اوریز لیګ کې هم ښه ولوبېد.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …