کورپاڼه / خپلواک / محمد نبي له بي پي ايل وروسته بيګ باش ته لاړ
محمد نبي

محمد نبي له بي پي ايل وروسته بيګ باش ته لاړ

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان تجربه لرونکی الراونډر محمد نبي د بنګله دېش تجارتي ليګ نه اسټراليا ته تللی چې هلته د بيګ باش تجارتي ليګ کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې سره يو ځای شوی دی.

محمد نبي د بي پي ايل يا بنګله دېش تجارتي ليګ کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې سره و، چې په لومړيو ۴ لوبو کې لوبډلمشري هم د هغه په غاړه وه، خو پرلپسې ۴ لوبو کې له ماتو خوړلو وروسته هغه له لوبډلمشرۍ څخه ليرې شو.

د بنګله دېش تجارتي ليګ سیالۍ اوس هم روانې دي او د رنګپور رېنجرز په وروستۍ لوبه کې محمد نبي لوبېدلی هم نه دی، چې اوس تازه خبر دا دی چې محمد نبي اسټراليا ته تللی تر څو په بيګ باش سياليو کې ولوبېږي.

محمد نبي په بيګ باش تجارتي ليګ کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې سره لوبېږي، چې هغه به د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې پر وړاندې د جنورۍ په ۱۲مه نېټه خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي.

اډلايډ سټرايکرز کې بيا راشد خان لوبېږي، چې هغه د بيګ باش تجارتي ليګ له پيل راهيسې له دغه لوبډلې سره يو ځای دی، همدا راز قېس احمد بيا د هوبارټ هوريکنز او ظاهر خان د بريسبين هيټ لوبډلې سره د ليګ له پيله لوبېږي.

د محمد نبي په اړه د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې په خپله وېبپاڼه کې ليکلي دي، چې ۳۵ کلن محمد نبي چې د بنګله دېش په تجارتي ليګ کې لوبېده، اسټراليا ته رارسېدلی دی او د ميلبورن رينيګاډز په پاتې لوبو کې به د دغه لوبډلې لپاره په بيګ باش کې ولوبېږي.

دوی مخکې ليکي، چې د بي بي ايل په اتم پړاو کې محمد نبي د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره ښه لوبه کړې وه او هغه يې کواليفايي ته رسولې وه. هغوی همدا راز هيله څرګنده کړې ده، چې په روان بيګ باش تجارتي ليګ کې به هم محمد نبي د دوی لوبډلې لپاره ښه ولوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …