کورپاڼه / خپلواک / حضرت الله ځاځی تر ويراټ کوهلي او ايون مورګن مخکې دی
حضرت الله ځاځی، ويراټ کوهلي او ايون مورګن

حضرت الله ځاځی تر ويراټ کوهلي او ايون مورګن مخکې دی

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان چټک توپوهونکی حضرت الله ځاځی د شل اوريزو لوبو د توپوهونکو په نوملړ کې تر ويراټ کوهلي او ايون مورګن مخکې دی.

د کرکټ نړيوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې، حضرت الله ځاځی که څه هم تر خپل مخکني مقام ښکته راغلی دی، خو اوس هم هغه د ۶۹۲ امتيازونو په لرلو سره په اتم مقام ولاړ دی او د هند لوبډلمشر ويراټ کوهلي او د انګلستان لوبډلمشر ايون مورګن نه مخکې دی.

حضرت الله ځاځی چې د تېر کال يې د ايرلېنډ پر وړاندې چټکه توپوهنه ترسره کړې وه او په شل اوريزو لوبو کې ښه ځلېدلی دی، د کرکټ نړيوالې شورا د توپوهونکو په درجه بندۍ کې پنځم مقام ته رسېدلی و، چې وروسته بيا شپږم ته لاړ او ورپسې اتم ته لاړ.

خو نوموړی اوس هم د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي او د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر ايون مورګن نه مخکې دی، ويراټ کوهلي چې په ټېسټ او يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو مخکښ توپوهونکی دی، د شل اوريزو توپوهونکو په درجه بندۍ کې تازه د ۶۸۳ امتيازونو درلودلو سره ۹م مقام ته راغلی دی، همدا راز ايون مورګن بيا د ۶۵۳ امتيازونو سره لسم مقام ترلاسه کړی دی.

په نورو توپوهونکو کې د پاکستان بابر اعظم بيا د ۸۷۹ امتيازونو سره په لومړي مقام دی، د اسټراليا ارون فينچ د ۸۱۰ امتيازونو سره په دويم مقام، د انګلستان ډيويډ مېلن د ۷۸۲ امتيازونو سره په دريم مقام، د اسټراليا کولين مونرو د ۷۸۰ امتيازونو سره په څلورم مقام، د اسټراليا ګلين ميکسويل د ۷۶۶ امتيازونو سره په پنځم مقام، د هند کی ایل راهول د ۷۶۰ امتيازونو سره په شپږم مقام او د ويسټ انډيز ايوان ليوس د ۶۹۹ امتيازونو سره په ۷م مقام راغلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

سريلانکايي لوبغاړي

کورونا؛ سريلانکايي کرکټ لوبغاړي سبا تمرينات پيلوي

د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سبا يو ځل بيا د پوره احتياطي تدابيرو …