کورپاڼه / خپلواک / راشد خان فواد احمد ته: موږ باندې دې سر وګرځوو
راشد خان او فواد احمد

راشد خان فواد احمد ته: موږ باندې دې سر وګرځوو

خپلواک وېبپاڼه (١١ جنوري ٢٠٢٠): نن د بيګ باش تجارتي ليګ کې د پرت سکارچرز او بريسبين هيټ لوبډلې ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې فواد احمد پکې يو داسې خوندور او په زړه پورې کېچ واخيست، چې په ټولنيزو رسنيو کې هم خلکو ډېر وستايه.

فواد احمد چې د پرت سکارچرز لوبډلې لپاره لوبېږي، هغه ١٠م اور ته توپ اچونې ته راغى، چې په خپل وروستي توپ باندې له ټام بنټون سره مخ شو. بنټون د هغه په توپ باندې د ستر شاټ وهلو هڅه وکړه، خو توپ ځاى پر ځاى پورته شو او ډېر پورته لاړ شو، چې فواد احمد ځاى پر ځاى ورته ولاړ او دغه ډېر اوچت شوى توپ يې ونيوه.

د دغه کېچ ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېره خپره شوې ده، همدا راز د بيګ باش ليګ له رسمي ټويټر اکاونټ نه هم خپره شوې ده، چې پکې ليدل کېږي، چې فواد احمد کله کېچ ونيسي، نو بيا يې ځمکې ته وغورځوي، ځکه داسې ښکاري چې ډېر اوچت و نو لاسونه يې هم ورته ودردول، خو په دغه کېچ سره هغه خپلې لوبډلې ته ستره کاميابي ور په برخه کړه، ځکه چې ټام بنټون په ٥٥ منډو توپوهنې ته ولاړ و او د هغه ويکټه اخيستل ډېر ضروري و.

کله چې دغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه، نو خلکو د هغه دغه کېچ ډېر خوښ کړ، همدا راز راشد خان هم د فواد احمد دغه ويډيو ته په پښتو کې ليکلي دي، چې ((ظالمه موږ باندې دې سر تاو کړو، ګوډ کېچ.))


د يادولو ده چې فواد احمد د خېبر پښتونخوا د مرغز سيمې دى، خو هغه په اسټراليا کې ژوند کوي او د اسټراليا د ملي لوبډلې تر څنګ په ډېرو تجارتي ليګونو کې لوبېدلى دى او يو ښه توپ اچونکى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …