کورپاڼه / خپلواک / بيګ باش: سکارچرز د ظاهر خان لوبډلې ته په اسانۍ ماته ورکړه
سکارچرز او ظاهر خان

بيګ باش: سکارچرز د ظاهر خان لوبډلې ته په اسانۍ ماته ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (١١ جنوري ٢٠٢٠): په بيګ باش تجارتي ليګ کې نن يو ځل بيا د ظاهر خان لوبډلې لوبه ترسره کړه، خو د پرت سکارچرز لوبډلې څخه يې ماته وخوړله، چې دا يې په روانو سياليو کې څلورمه ماته وه.

د بيګ باش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې د پرت سکارچرز او بريسبين هيټ لوبډلې مېدان ته کوزې شوې، د لوبې په پيل کې پرت سکارچرز د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

پرت سکارچرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر مچل مارش په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه چې په ٤١ توپونو يې ٩٣ ناسوځېدلې منډې وکړې، هغه ٨ شپږيزې او ٣ څلوريزې هم ووهلې، همدا راز کېمرون بېنکرافټ ٤١ ناسوځېدلې، ليام ليوينجسټون ٣٩ او جوش انګليس ٢٨ منډې ترلاسه کړې.

د بريسبين هيټ له لوري ظاهر خان، جوش لالور او بين لافلين ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢١٤ منډو هدف د بريسبين هيټ لوبډلې ته ډېر سخت ثابت شو، چې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٩ منډې وکړې او په ٣٤ منډو يې له پرت سکارچرز لوبډلې څخه ماته وخوړله. د دوى له لوري ټام بنټون ٥٥ او جو برنز ٣٧ منډې ترلاسه کړې.

د پرت سکارچرز له لوري جهي ريچارډسن، جول پاريس او کريس جورډن ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، فواد احمد بيا ١ ويکټ واخيسته، خو د بام بنټون په زړه پورې کېچ يې هم واخيست، چې په ټولنيزو رسنيو کې د هغه د کېچ ډېره ستاينه هم وشوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مچل مارش ترلاسه کړه، چې نن يې ډېره چټکه توپوهنه ترسره کړه او په ٤١ توپونو يې ٩٣ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …