کورپاڼه / خپلواک / قېس احمد نن ښه وټکېده او لوبه هم د تهنډر په بريا تمامه شوه
قېس احمد

قېس احمد نن ښه وټکېده او لوبه هم د تهنډر په بريا تمامه شوه

خپلواک وېبپاڼه (١١ جنوري ٢٠٢٠): د بيګ باش په نننۍ لوبه کې قېس احمد په ٤ اورونو کې ٤٠ منډې ورکړې او ١ ويکټ يې واخيسته، همدا راز لوبډله يې هم له ناکامۍ سره مخ شوه او سډني تهنډر بريا خپله کړه.

د بيګ باش نننۍ لوبه د هوبارټ هوريکنز او سډني تهنډر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې سډني تهنډر پچه وګټله او لومړى يې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هوبارټ هوريکنز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې جارج بېلي ٤٣، بين مک ډيرموټ ٣٣ او کاليب جيول ٣١ منډې وکړې.

د سډني تهنډر له لوري ډينيل سيمس او کريس موريس ٢-٢، برينډن ډوګيټ او ليام بوي ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ١٦٣ منډو هدف د سډني تهنډر لوبډلې په ١٩.٤ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٤ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري اليکس هيلز ٥٥، عثمان خواجه ٣٥ او اليکس روز ٣٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هوبارټ هوريکنز له لوري کليو روز ٢، قېس احمد، توماس روجرز، سکاټ بولانډ او سيمون ميلينکو ١-١ ويکټ واخيستې.


د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اليکس هيلز ترلاسه کړه، چې ٥٥ منډې يې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د يادولو ده چې نن د بريسبين هيټ لوبه د پرت سکارچرز لوبډلې سره وه، چې د ظاهر خان بريسبين هيټ لوبډلې پکې ماته وخوړه او دا يې په اتمه لوبه کې څلورمه ماته وه.

ياده دې وي چې دا د سډني تهنډر نهمه لوبه وه چې ٤مه بريا يې خپله کړه او په دريم مقام کې ځاى لري، همدا راز د هوبارټ هوريکنز بيا اتمه لوبه وه چې ٥مه ماته يې وخوړه او په درې لوبو کې يې بريا خپله کړې ده.

دا هم ولولئ

آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

د خېټې یا معدې درد یوه داسې ستونزه ده چې ډېری خلک پرې اخته کېږي …