کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان او ايرلېنډ لوبې د مارچ مياشت کې ترسره کېږي
ايرلېنډ او افغانستان

د افغانستان او ايرلېنډ لوبې د مارچ مياشت کې ترسره کېږي

خپلواک وېبپاڼه (١١ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان او ايرلېنډ د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ د مارچ په مياشت کې په هند کې ترسره کېږي، چې د افغانستان کرکټ بورډ يې نېټې او ځاى هم نن اعلان کړ.

د کرکټ نړيوالې شورا د FTP تر مخه، افغانستان او ايرلېنډ سږکال دوه لوبلړۍ درلودې، چې ايرلېنډ د مالي امکاناتو د نه شتون له امله په خپل کوربه توب لوبې لغوه اعلان کړې، خو ويل کېږي چې يادې سيالۍ به ايرلېنډ په خپل کوربه توب په ٢٠٢١ کال کې ترسره کړي.

همدا راز د افغانستان په کوربه توب چې کومې سيالۍ ترسره کېدې، هغه اوس يوازې ٣ شل اوريزو لوبو ته راښکته شوې، چې د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ به افغانستان او ايرلېنډ د مارچ په مياشت کې په هند کې ترسره کړي.

دغه لوبې چې د هند په ګريټر نويډا لوبغالي کې ترسره کېږي، د مارچ مياشتې په ٦مه، ٨مه او ١٠مه نېټه به ترسره شي.

د يادولو ده چې افغانستان او ايرلېنډ تراوسه پورې ١٥ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي، چې افغانستان په ١٢ او ايرلېنډ په ٣ لوبو کې بريا خپله کړې ده.

همدا راز په يو ورځنيو لوبو کې بيا افغانستان او ايرلېنډ ٢٧ لوبې ترسره کړي دي، چې په ١٣ لوبو کې افغانستان او په ١٣ لوبو کې ايرلېنډ لوبډلې بريا خپله کړې او همدا راز ١ لوبه بيا بې نتيجې پاى ته رسېدلې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبه هم ترسره شوې ده، چې افغانستان پکې په ٧ ويکټو ايرلېنډ ته ماته ورکړه او دغه د افغانستان لومړنۍ ټېسټ لوبه وه، چې بريا يې پکې خپله کړه. په دغه لوبه کې ايرلېنډ ١٧٢ او ٢٨٨ منډې کړې وې چې افغانستان ٣١٤ او د درې لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې او په لوبه کې يې بريا خپله کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …