کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان کرکټ بورډ په کلنۍ غونډه کې مهمې پرېکړې وشوې
کلنۍ ناسته

د افغانستان کرکټ بورډ په کلنۍ غونډه کې مهمې پرېکړې وشوې

خپلواک وېبپاڼه (١۲ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ کې د کرکټ بورډ مشرتابه او د بورډ د غړو ترمنځ کلنۍ ناسته نن ترسره شوې ده، چې په دغه ناسته کې ډېرې مهمې پرېکړې شوې دي.

د کرکټ بورډ له لوري خپلواک وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په لومړي ځل د کرکټ بورډ کلنۍ غونډه د کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې ترسره شوه، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي، اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي، د بورډ غړو جواد پېکار، ګلالۍ نور ساپۍ، ضيا الحق امرخېل، فريدون الهام، نوريالي ابراهيمي (د عبدالرحمن الکوزي پر ځاى) او کاملې صديقې پکې ګډون وکړ.

د دغه ناستې په پيل کې د کرکټ بورډ اجراييوي مشر د تېر کال پرېزنټيشن ټولو غړړو ته وړاندې کړ او له هغه وروسته د کرکټ بورډ د ٢٠٢٠ کال لپاره پلان او بوديجه هم منظوره شوه.

په دغه ناسته کې د کرکټ بورډ د مشرتابه او بورډ غړو ترمنځ يو شمېر مهمې پرېکړې وشوې، چې د هغې له لوري د بورډ غړو غوښتنه وکړه چې بايد کرکټ بورډ يو اوږدمهاله او سټراټيژيک پلان، تګلاره او ليدلورى جوړ کړي، يو سوداګريز پلان دې جوړ کړي چې د لوبغالو او اکاډميو څخه عوايد ترلاسه شي.

د ملي بس تصدۍ د ځمکې په اړه هم خبرې وشوې، چې پکې د کابل نوى نړيوال کرکټ لوبغاړى جوړېږي، د بورډ غړو د دغه پرېکړې ملاتړ وکړ او وې ويل چې بايد دغه ځمکه کرکټ بورډ ته ورکړل شي.

کلنۍ ناسته ١

همدا راز د بورډ غړو له کرکټ بورډ وغوښتل چې د الکوزي شرکت له مشر سره دې وويني او د کابل نوي لوبغالي لپاره دې ترې بوديجه ترلاسه کړي، د کرکټ اړوندو ادارو، کلبونو او اکاډميو د تصديق لپاره دې يو مېکانېزم جوړ کړي.

همدا راز دوى غوښتنه وکړه چې د شل اوريزه کرکټ فدراسيون جواز دې د عدليې وزارت لغوه کړي، ځکه د افغانستان کرکټ بورډ يوازينۍ منل شوې اداره ده او بل څوک د کرکټ ادارې له اجازې پرته د فعاليت حق نه لري.

د بورډ غړو کرکټ بورډ اجراييوي څانګې ته دا هم ويلي دي، چې د افغانستان غوره ليګ لپاره دې نوى ملاتړ يا پارټنر پېدا کړي او د دې لپاره دې يو TOR جوړ او په راتلونکې غونډه کې دې يې د بورډ غړو سره شريک کړي.

همدا راز په دغه ناسته کې دا پرېکړه هم شوې ده، چې اوس به د کرکټ بورډ د مشرتابه او بورډ غړو ترمنځ د کال پر ځاى هره مياشت غونډې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …