کورپاڼه / خپلواک / د سلمان خان (کبهي عيد کبهي ديوالي) په نوم فلم راځي
سلمان خان

د سلمان خان (کبهي عيد کبهي ديوالي) په نوم فلم راځي

خپلواک وېبپاڼه (١١ جنوري ٢٠٢٠): د هندي سينما نامتو فلمي ستوري سلمان خان د (کبهي عيد کبهي ديوالي) [کله اختر او کله ديوالي] په نوم د نوي فلم اعلان کړى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د راروان کوچني اختر په ورځ به د سلمان خان (رادهى) په نوم فلم نندارې ته وړاندې کېږي، خو تر دغه فلم نندارې ته وړاندې کېدو مخکې سلمان خان د راروان کال اختر لپاره هم د خپل نوي فلم اعلان کړى دى.

سلمان خان د ټولنيزو رسنيو په ټويټر وېبپاڼې د خپل راروان فلم په اړه له خپلو مينه سره معلومات شريک کړي دي. هغه ليکلي دي چې د (کبهي عيد کبهي ديوالي) په نوم به فلم د راروان کال اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي.

سلمان خان وايي، چې د روان کال د اختر تر څنګ يې د راروان کال اختر هم د خپل فلم لپاره غوره کړى دى او په دغه ورځ به د هغه راتلونکى فلم (کبهي عيد کبهي ديوالي) نندارې ته وړاندې کېږي.


هغه د خپل دغه فلم په اړه وويل، چې د فلم ډايريکټر يا لارښود به فرهاد سامجي وي او همدا راز د فلم کيسه به ساجد ناډياډ والا ليکي او هغه به د فلم پروډيوسر يا مصارف کوونکى هم وي.

د يادولو ده چې د سلمان خان راروان فلم (رادهى) د مۍ په ٢٢مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي، د دغه فلم پروډيوسر هم سلمان خان دى او ډايريکټر يې بيا پربوديوا دى، چې د سلمان خان فلم شرکت او سهېل خان فلم شرکت يې په ګډه جوړوي.

سلمان خان

په (رادهى) فلم کې به له سلمان خان سره ديشا پټاني، رنديپ هوډا، جېکي شروف، ګوتم ګلاټي، زرينه وهاب او جېکولين فرنانډس کار کوي.

سلمان خان د هندي سينما هغه ستورى دى، چې د هغه فلم په کومه ورځ نندارې ته وړاندې کېږي، نو بل څوک دې ته زړه نه ښه کوي چې خپل فلم نندارې ته وړاندې کړي، همدا لامل دى چې سلمان خان له تېرو څو کلونو راهيسې د کوچني اختر په ورځ خپل فلم نندارې ته وړاندې کوي او په دغه ورځ بيا نور فلم جوړونکي هڅه کوي چې خپل فلمونه د سلمان خان تر فلم مخکې يا وروسته نندارې ته وړاندې کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …