خپلواک وېبپاڼه (١١ جنوري ٢٠٢٠): د بنګله دېش تجارتي ليګ د لومړي پړاو يا سټېج لوبې پاى ته ورسېدې، چې هرې لوبې ١٢-١٢ لوبې ترسره کړې او کهلنا ټايګرز، راج شاهي رايلز، چټاګرام چېلنجرز او ډهاکه پلاټون لوبډلو دويم پړاو ته لار پېدا کړه.
کهلنا ټايګرز، راج شاهي رايلز او چټاګرام چېلنجرز د ١٦-١٦ نومرو او ډهاکه پلاټون د ١٤ نومرو سره دويم پړاو ته لار پېدا کړې ده، چې لومړيو درې لوبډلو ٨-٨ او څلورمې لوبډلې بيا په ٧ لوبو کې بريا خپله کړې ده.
نن هم د بنګله دېش تجارتي ليګ کې دوه لوبې ترسره شوې، چې دواړه لوبې د سټېج پړاو وروستۍ لوبې وې.
په اوله لوبه کې د چټاګرام چېلنجرز او راج شاهي رايلز لوبډلې سره مخامخ شوې، چې د چټاګرام چېلنجرز د ١٥٦ منډو هدف د راج شاهي رايلز لوبډلې په ٢ ويکټو باندې پوره او په ٨ ويکټو يې بريا خپله کړه.
همدا راز په ٤٢مه او وروستۍ لوبه کې بيا د ډهاکه پلاټون او کهلنا ټايګرز لوبډلې سره مخامخ شوې، چې د ډهاکې پلاټون د ٢٠٦ منډو هدف د کهلنا ټايګرز لوبډلې د ٢ ويکټو په توپير پوره کړ او په ٨ ويکټو يې بريا خپله کړه.
د بنګله دېش تجارتي ليګ کې د افغانستان محمد نبي، محمد شهزاد، مجيب الرحمان، نجيب الله ځدراڼ، رحمان الله ګربز، شفيق الله شفق، حضرت الله ځاځى او نوين الحق ولوبېدل.
د جنورۍ په ١٣مه نېټه به د ډهاکه پلاټون او چټاګرام چېلنجرز لوبډلو ترمنځ د ايليمينټر لوبه ترسره کېږي، همدا راز د کهلنا ټايګرز او راج شاهي رايلز لوبډلو ترمنځ به لومړۍ کواليفايي لوبه ترسره شي.
د کواليفايي لوبې بريالۍ لوبډله به پايلوبې ته لاړه شي، همدا راز ناکامه لوبډله به يې د ايليمينېټر لوبې د بريالۍ لوبډلې سره په دويمه کواليفايي لوبه کې مخ شي او په دغه لوبه کې بريالۍ لوبډله به بيا پايلوبې ته لاړه شي.
د بنګله دېش تجارتي ليګ پايلوبه د جنورۍ په ١٧مه نېټه د جمعې په ورځ د بنګله دېش په ډهاکې کې ترسره کېږي.