کورپاڼه / خپلواک / بيګ باش ليګ کې د ظاهر خان سفر پای ته ورسېد
ظاهر خان

بيګ باش ليګ کې د ظاهر خان سفر پای ته ورسېد

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ جنوري ۲۰۲۰): افغان ورو توپ اچونکی ظاهر خان چې په بيګ باش تجارتي ليګ کې د بريسبين هيټ سره لوبېده، پرون يې خپله وروستۍ لوبه ترسره او له بيګ باش سره يې خدای په اماني وکړه.

په بيګ باش تجارتي لیګ کې د ظاهر خان په ګډون قېس احمد او راشد خان هم لوبېږي او همدا راز محمد نبي هم تېره ورځ له بنګله دېش تجارتي ليګ څخه اسټراليا ته لاړ او هلته د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې سره يو ځای شو چې نن د راشد خان د لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.


تېره ورځ د بريسبين هيټ لوبډلې هم په خپل ټويټر اکاونټ باندې یو انځور خپور کړی و او ورسره يې ليکلي و، چې د ظاهر خان سره د مخه ښې انځور.

همدا راز ظاهر خان په خپله فېسبوکپاڼه کې هم يو پوسټ کړی دی او د بيګ باش د سفر پای ته رسېدو په اړه يې ليکلي دي.

ظاهر خان ليکلي، چې مينه والو زما لوبې په بيګ باش ليګ کې پای ته ورسېدې، الله دې وکړي خوند به مو ترې اخيستی وي. هغه مخکې ليکي، د اسټراليا له خلکو او د کرکټ له مسوولينو ځانګړې مننه چې د ګران هېواد لوبغاړي تل هڅوي او په ليګ کې د لوبېدو موقع ورکوي.

د بريسبين هيټ لوبډلې پرون له پرت سکارچرز لوبډلې سره لوبه ترسره کړه، چې ظاهر خان په ۴ اورونو کې د ۳۳ منډو په ورکولو سره ۱ ويکټ ترلاسه کړه، خو دغه لوبه بريسبين هيټ لوبډلې وبايلله.

ظاهر خان په بيګ باش کې ۸ لوبې ترسره کړې او د ۲۳.۸۷ په اوسط يې ۸ ويکټې ترلاسه کړې چې اکانومي يې ۶.۵۸ وه. نوموړي ۲۹ اورونه ترسره کړل او ۱۹۱ منډې يې ورکړې، همدا راز په يوه لوبه کې يې بيا د ۱۸ منډو په بدل کې ۲ لوبغاړي هم سوځولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …