کورپاڼه / خپلواک / آریانا سعید: ټول غواړي چې مشهور شي، خو ډېر کم یې د شهرت لپاره زحمت باسي
Aryana saeed

آریانا سعید: ټول غواړي چې مشهور شي، خو ډېر کم یې د شهرت لپاره زحمت باسي

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ جنوري ۲۰۲۰): آریانا سعید چې تل د ځینو څرګندونو له مخې د ګڼ شمېر خلکو د نیوکو لاندې راغلې او ترټل شوې ده، یو ځل بیا یې په خپله فېسبوک پاڼه کې یوه لیکنه خپره کړې، چې پکې یې هغه کسانو ته نغوته کړې ده، چې د شهرت شوقیان دي، خو په دې لار کې موجود کړاوونه نه شي زغملی.

آریانا په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکي، چې ټول خلک غواړي مشهور شي، خو د رښتیني شهرت لپاره هيڅوک هم نه غواړي په دې لاره کې موجود کړاوونه وزغمي او مخکې ولاړ شي. د نوموړې په وینا، په افغاني ټولنه کې مشهورېدل ډېر اسانه دي، په ځانګړې توګه مېرمنې او پېغلې نجونې خو ډېر ژر مشهورېږي، یوازې جنسیت ځپلي ولس ته دې خپل ځان نیمه بربنډ کړي او هغوی دې ونازوي.

آریانا سعید زیاتوي، ځيني خلک نورو ته په ښکنځلو، بد ویلو او د نورو په راپرځولو سره غواړي ځان لوړ مقام ته ورسوي، خو هيڅوک دا نه درک کوي، چې ريښتیوني محبوبیت او شهرت ته رسېدل او بیا د دغه مقام ساتل په خدايي وړتیا، ډېر کار، لوړو زده کړو، ډېرې مطالعې، د خلکو خدمت، نه ماتېدونکي هوډ او په ځانګړې توګه د هغه کار سره چې غواړو یې پرمختګ پکې وکړو، د زړه په مینه یې کول د بریالیتوب او شهرت ته د رسېدو لپاره غوره لارې دي.

اریانا سعید وخت ناوخت د خلکو د نیوکو لاندې راځي او د افغاني کلتور او عنعناتو د بدنامولو په تور یې تورنوي، خو اریانا سعید د دغو مخالفتونو پر وړاندې اکثر خاموش دریځ غوره کوي او د یادو خلکو د نیوکو پروا او خیال نه ساتي.

له هنر و موسیقي سره تړلو افغان مېرمنو اکثر د خپلې ټولنې له نارینه وو سر ټکولی او نوموړي یې په ټولنه کې د مېرمنو په نه زغملو تورن کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …