کورپاڼه / کابل کې له بېګاه راهيسې بيا د واورې ورښت پيل شوی
کابل واوره ۵

کابل کې له بېګاه راهيسې بيا د واورې ورښت پيل شوی

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ جنوري ۲۰۲۰): د پلازمېنې کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې بېګاه د شپې راهيسې د واورې ورښت پيل شوی دی او لا پخوانۍ واوره نه وه ختمه شوې، چې تازه پرې نورې واورې خپل سپين څادر وغوړاوه.

په کابل کې څو ورځې مخکې هم پرلپسې دوه ورځې واوره ورېدلې وه، چې ټول کابل يې سپين غوړولی و، همدا راز بېګاه بيا هم د واورې ورښت پيل شوی او لا هم دوام لري.

کابل واوره ۴

همدا راز د هوا اداره وايي، چې سبا به هم په کابل کې واوره ورېږي، د سه شنبې په ورځ به بيا وريځې وي او د چارشنبې او پنجشنبې په ورځ بيا د لمر د سترګې د راښکاره کېدو امکانات شته.

همدا راز په هرات ولايت کې هم بيا واوره ورېږي، چې د راتلونکو دوه ورځو پورې نور يې هم د ورېدو ډېر امکان دی او له هغه وروسته بيا ښايي ورځ يا دوه ورځې وريځ وي.

کابل واوره ۳

په غزني کې هم واوره ورېږي، مزار شريف کې هم واوره ورېږي او ځينو نورو ولايتونو کې بيا د واورې تر څنګ بارانونه هم شته، چې ښايي د څو ورځو لپاره د کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې موسم ډېر يخ وي.

کابل واوره ۲

خو په کابل کې د ډېرې واورې ورېدو له لامله يو ځل بيا ټرافيکي ستونزې راولاړې شوې دي او نه يوازې دا چې په سرکونو لېني موټرې کمې شوې دي، بلکې د موټرو کرايې هم لوړې شوې دي. همدا راز په سالنګ کې د ډېرې واورې له لامله د موټرو تګ راتګ له مشکل سره مخ شوی دی او په کابل کې د ګازو بيې هم لوړې شوې دي.

کابل واوره ۱

بل لوري ته په کابل کې د نوي کال له لومړۍ ورځې راهيسې واوره پيل شوې وه، چې د کابل د ککړې هوا موسم يې په پاکه هوا بدل کړی دی، ځکه د دسمبر په مياشت کې د کابل ان د نړۍ په هغه ښار بدل شوی و، چې هوا تر ټولو زیاته ککړه وه.

Loading...

دا هم ولولئ

مفتي عبدالقوي

مفتي قوي نه موبایلونه اخیستل شوي او د مازغو علاج يې شروع شوی

د پاکستان مشهور او لانجمن مفتي عبدالقوي څخه يې کورنۍ موبایلونه اخیستي دي او د …