کورپاڼه / خپلواک / بيګ باش کې نبي په ماتو پيل وکړ، راشد بريا خپله کړه
راشد خان او محمد نبي

بيګ باش کې نبي په ماتو پيل وکړ، راشد بريا خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ جنوري ۲۰۲۰): محمد نبي له بنګله دېش تجارتي ليګ وروسته اسټراليا ته رسېدلی او نن د راشد خان لوبډلې پر وړاندې په بيګ باش کې يې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه، خو لوبډله يې له ماتې سره مخ او د راشد خان لوبډلې بريا خپله کړه.

د بيګ باش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې د اډلايډ سټرايکرز او ميلبورن رينيګاډز لوبډلې مېدان ته کوزې شوې، د لوبې په پيل کې اډلايډ سټرايکرز پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

اډلايډ سټرايکرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې جوناتن ويلس ۵۸، ميتيو شارټ ۴۱ او جوش ويدرالډ ۲۷ منډې ترلاسه کړې، همدا راز راشد خان ۱ توپ ته مخامخ شو او ۲ ناسوځېدلې منډې يې وکړې.

د ميلبورن رينيګاډز له لوري محمد نبي، سميټ پټېل، جو ميني، جېک ويلډرمت او کېمرون بايس ۱-۱ ويکټ واخيسته. د بيګ باش روان ليګ کې دا د محمد نبي لومړۍ لوبه ده چې ۴ اورونو کې يې ۳۳ منډې ورکړې او ۱ لوبغاړی يې وسوځاوه.

د ۱۷۴ منډو هدف په تعقيب کې د ميلبورن رينيګاډز توپوهونکي په بشپړه توګه ناکامه شو او په ۱۷.۴ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۰ منډې وکړې، چې د ۶۳ منډو په توپير يې له اډلايډ سټرايکرز لوبډلې ماته وخوړله.

د رينيګاډز له لوري بيو ویبسټار ۴۹ او شان مارش ۲۱ منډې ترلاسه کړې، همدا راز محمد نبي ۱۱ توپونه ولوبول او ۶ منډې يې ترلاسه کړې. د اډلايډ سټرايکرز له لوري پيټر سيډل ۳، راشد خان او ټريوس هيډ ۲-۲ ويکټې ترلاسه کړې، راشد خان په ۴ اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جوناتن ويلس ترلاسه کړه چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې د ۵۸ منډو توپوهنه ترسره کړې وه.

د يادولو ده چې ميلبورن رينيګاډز په روان بيګ باش ليګ کې ۹ لوبې ترسره کړې او په ټولو لوبو کې يې ماته وخوړله، همدا راز دا د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې اتمه لوبه وه چې ۴مه بريا يې خپله کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …