کورپاڼه / خپلواک / له ايرلېنډ او نسبتاً کمو لوبو په اړه د کرکټ بورډ وضاحت
افغانستان کرکټ بورډ او لوبډله

له ايرلېنډ او نسبتاً کمو لوبو په اړه د کرکټ بورډ وضاحت

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ جنوري ۲۰۲۰): په تېرو ورځو کې د ايرلېنډ کرکټ بورډ له افغانستان سره خپله لوبلړۍ لغوه اعلان کړه او لامل يې دا ښکاره کړ، چې دوی مالي امکانات نه لري، خو پرون ورځ افغانستان له ايرلېنډ سره د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ اعلان کړه چې په هند کې به د افغانستان په کوربه توب ترسره شي.

له هغه وروسته خلکو پر کرکټ بورډ نيوکې وکړې او لامل يې دا ښکاره کړ، چې ايرلېنډ لوبې لغوه کړې، خو افغانستان په خپل کوربه توب دغه لوبو ته ايرلېنډۍ لوبډله راضي کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو برخې مدير ابراهيم مومند په دې اړه وايي، چې افغانستان او ايرلېنډ د FTP پروګرام له مخې په ۲۰۲۰ کال کې دوه لوبلړۍ درلودې، چې يوه يې د ايرلېنډ په کوربه توب وه او بله يې هم د افغانستان په کوربه توب وه.

هغه وايي، چې ايرلېنډ د مالي امکاناتو نه درلودلو له امله له افغانستان سره لوبلړۍ د ۲۰۲۱ کال ته وځنډوله، خو افغانستان سږکال غواړي چې شل اوريزې لوبې ډېرې ترسره کړي، نو له دې لامله يې د درې يو ورځنيو او يوه ټېسټ لوبه د درې شل اوريزو لوبو په لوبلړۍ بدله کړه.

د هغه په وينا، د FTP پروګرام په ۲۰۱۷ کال کې جوړ شوی دی او د افغانستان لوبې هماغه مهال برابرې شوې دي، هغه وويل چې ځينې لوبډلې په يو کال کې ډېرې لوبې لري او په بل کال کې کمې، افغانستان که په ۲۰۲۰ کې نسبتاً کمې لوبې لري، خو په ۲۰۲۱ کال کې بيا ډېرې لوبې لري.

نوموړي وويل، چې په له هر هېواد سره چې د نړيوالو لوبو په اړه خبرې کېږي، نو هغوی هم خپلو بوختياوو ته په کتو سره لوبو ته زړه ښه کوي، همدا راز خپلو کورنيو سياليو ته هم پاملرنه کوي.

ابراهيم مومند وايي، چې افغانستان سږکال د ايرلېنډ سره دوه لوبلړۍ او له اسټراليا سره يوه ټېسټ سيالي درلوده، خو اوس به له ايرلېنډ سره يوازې د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ او له اسټراليا سره ټېسټ لوبه ترسره کوي، همدا راز په نړیوال شل اوريز جام او اسيايي شل اوريز جام کې به هم ګډون کوي.

نوموړی وايي، چې د دې تر څنګ د ۱۹ کلنو لوبډلې، اې لوبډلې او ايمرجېنګ لوبډلې سيالۍ هم شته او د شپږيزې کرکټ ليګ او د افغانستان غوره ليګ تر څنګ بيا د کورنيو سياليو ۹ نور جامونه هم لري.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …