خپلواک وېبپاڼه (۱۲ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان اې لوبډله د سريلانکا او بنګله دېش اې لوبډلو سره د ۴ ورځنيو او يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د راپور په وينا، د افغانستان اې لوبډله د سريلانکا او بنګله دېش اې لوبډلو سره د څلور ورځنيو او پنځوس اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي.
کرکټ بورډ وايي، چې د سريلانکا سره د لوبو لړۍ کوربه توب سريلانکا کوي، چې دغه لوبې به په سريلانکا کې ترسره شي او له بنګله دېش سره د لوبو لړۍ کوربه توب به افغانستان کوي، چې دا لوبې به په هند کې ترسره شي.
د کرکټ بورډ په وينا، د افغانستان او سريلانکا د اې لوبډلو ترمنځ به د مۍ او جون په مياشت کې ۲ څلور ورځنۍ او ۳ پنځوس اوريزې لوبې ترسره شي، چې دا سيالۍ به په سريلانکا کې د مۍ په اتمه نېټه پيل شي او د جون تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.
همدا راز د سپتمبر او اکتوبر په مياشتو کې بيا افغانستان د بنګله دېش اې لوبډلې کوربه توب کوي، چې ۲ څلور ورځنۍ او ۵ يو ورځنۍ لوبې به ورسره ترسره کړي، يادې لوبې به د هند په ګريټر نويډا لوبغالي کې ترسره شي چې د سپتمبر په ۷مه نېټه به پيل شي او د اکتوبر تر ۶مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د يادولو ده چې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله اوسمهال په سويلي افريقا کې ده چې هلته به د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په پېلېدونکي ۱۹ کلنو نړيوال جام کې ګډون کوي، چې نن د هند ۱۹ کلنو لوبډلې سره تمريناتي لوبه هم ترسره کوي.
همدا راز د افغانستان ملي لوبډلې ۱۹ لوبغاړي نن متحده عربي اماراتو ته تللي دي، چې هلته به ۱۰ ورځي تمريناتي کمپ ترسره کړي.