کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان ملي لوبډلې ۱۹ لوبغاړي اماراتو ته لاړل
د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان ملي لوبډلې ۱۹ لوبغاړي اماراتو ته لاړل

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان ملي لوبډلې ۱۹ لوبغاړي متحده عربي اماراتو هېواد ته لاړل، چې هلته به ۱۰ ورځې تمريناتي کمپ کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د خبر په وينا، د افغانستان ملي لوبډلې ۱۹ لوبغاړي د ۱۰ ورځني تمريناتي کمپ په موخه د متحده عربي اماراتو پر لور وخوځېده.

د معلوماتو تر مخه، دغه کمپ چې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي لانس کلوزنر په مشرۍ ترسره کېږي، د لوبغاړو د مهارت لوړولو، تکړښت او فزيکي جوړښت باندې به کار وکړي.

دغه کمپ به سبا (د جنورۍ په ۱۳مه نېټه) پيل شي او د جنورۍ تر ۲۴مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې د جنورۍ په ۲۵مه نېټه به ياد لوبغاړي بېرته هېواد ته راستانه شي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو تر مخه، په دغه لوبغاړو کې اصغر افغان، رحمت شاه، حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، نوين الحق، سميع الله شينواری، عثمان غني، نجيب تره کی، نجات مسعود، فريد ملک، دروېش رسولي، ميروېس اشرف، ګلبدين نايب، يمين احمدزی، نجيب الله ځدراڼ، کريم جنت، شاپور ځدراڼ، عظمت الله عمرزی او سليم ساپی شامل دي.

د اصغر افغان د بېرته ملي لوبډلې لوبډلمشر کېدو وروسته دا د نوموړي د ملي لوبغاړو سره لومړنی سفر او لومړنی تمريناتي کمپ دی، چې دغه تمريناتي کمپ به د متحده عربي اماراتو د کرکټ په نړيواله اکاډمۍ کې به د دوه اونيو لپاره ترسره شي.

د يادولو ده چې د افغانستان ملي لوبډله د ايرلېنډ لوبډلې سره د درې شل اوريزو لوبو لړۍ د مارچ په مياشت کې لري، دغه لړۍ د افغانستان په کوربه توب په هند کې ترسره کېږي، چې د مارچ په ۶مه، ۸مه او ۱۰مه نېټه به ترسره شي.

همدا راز د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله هم نن د هند ۱۹ کلنې لوبډلې سره تمريناتي لوبه ترسره کوي، چې له هغه وروسته به د جنورۍ په ۱۴مه نېټه له انګلستان سره تمريناتي لوبه وکړي او د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د ۱۹ کلنو ځوانانو په پيليدونکي نړيوال جام کې به هم ګډون وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …