کورپاڼه / خپلواک / د حریم شاه نوی محبوب
حریم شاه

د حریم شاه نوی محبوب

خپلواک وېپاڼه (۱۲ جنوري ۲۰۲۰): پر ټېک ټاک مشهوره شوې حریم شاه له ملایانو سره د لیدنو په لړ کې دا ځل يې له مفتي عبدالقوي سره په اسلام آباد کې لیدلي، حریم شاه له نوموړي سره د سیلفي عکس اخیستلو اجازه هم غوښتې وه، چې مفتي عبدالقوي ورسره منلې او سیلفي عکس یې ورسره اخیستی دی.

حریم شاه چې وخت ناوخت یې له دیني عالمانو او دولتي چارواکو سره سیلفي عکسونه اخیستي او د ځینو پر ضد یې سختې څرګندونې کړې دي، چې په تولنیزو رسنیو کې یې ګرم بازار جوړ کړی دی.

دا ځل بیا حریم شاه له نوموتي دیني عالم مفتي عبدالقوي سره په اسلام آباد کې ليدلي او د نوموړي په اجازه یې سیلفي عکس ورسره اخیستی دی. د حریم شاه دغه عکس پر ټېک ټاک او نورو ټولنیزو رسنیو کې غوغا جوړه کړې ده او د مفتي عبدالقوي پر ضد یې زیات شمېر مخالفتونه را زېږولي دي.

مفتي عبدالقوي بیا وايي، چې نوموړي له حریم شاه سره په یوه تصادفي ډول ليدلي او د حریم شاه په وینا یې سیلفي عکس ورسره اخیستی دی. مفتي عبدالقوي وايي، چې حریم شاه سره یې هيڅ ډول اړیکه نشته او نه یې له دې مخکې چرته لیدلې ده.

په دې وروستیو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په هدایت د پاکستان امنیتي ادارو له حریم شاه څخه څېړنې شروع کړې دي او نوموړې یې په ډول ـ ډول تورونو تورنه کړې ده، چې لا تراوسه یې له نوموړې څخه څه نه دي ثابت کړي.

حریم شاه له پاکستاني وزیرانو او لوړپوړو دولتي چارواکو سره په عام ځایونو کې د ويډو او عکسونو اخیستلو او پر ټولنیزو رسنیو باندې د هغو له خپرولو نه وروسته د پاکستان دولت له نوموړې څخه د څېړنو هدایت وکړ.

د یادونې وړ ده، چې پر ټېک ټاک باندې په لنډه موده کې دوه مشهوره شوې نجونې ( حریم شاه او صندل خټک ) له دوبۍ څخه پاکستان ته ډيپورټ شوې هم دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …