کورپاڼه / خپلواک / د ګلونو بهیر
Ahmadshsh Baba Adabi Baheer

د ګلونو بهیر

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ جنوري ۲۰۲۰): د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې يوه ډوله ځوانانو د احمدشاه بابا ادبي بهير په نوم ادبي ټولنه جوړه کړې ده. دغه بهیر له تېرو څو کلونو راهیسې فعالیت کوي، چې تراوسه یې ګڼ شمېر لویې غونډې، مشاعرې او د هېواد د نامتو څېرو لپاره نمانځغونډې جوړې کړې دي.

Baheer

د دغه ادبي بهیر یو تن مخکښ غړی محمود دلګیر وايي: (( شاوخوا پنځه کاله کېږي، چې احمدشاه بابا ادبي بهیر مو جوړ کړی دی. د دې ځای د ادیبانو غوښتنه وه، چې يو ټاکلی ځای ولري، چې غونډې او مشاعرې پکې وکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه سره شریک کړي، نو خکه مو دا بهیر پیل کړ. همدارنګه په احمدشاه بابا مېنه کې د کلتوري غونډو او د یوه فرهنګي مرکز نشتون هم دې ته اړ کړو، چې دغه بهیر جوړ او فعالیت پکې وکړو.))

Baheer

د دغه بهیر غړي په احمدشاه بابا مېنه کې د یوه عامه کتابتون د جوړولو پ تکل کې دي او وايي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ ټوکه کتابونو یې له لیکوالو او شاعرانو راټول کړي، خو د دوی په وینا، دغه کتابونه د یوه عامه کتابتون لپاره بسنه نه کوي او نورو دېرو کتابونو ته اړتیا لري.

Baheer

دوی د هېواد د کلتوري او ملي ورځو نمانځنه هم کوي او د هر لوی او کوچني اختر په مناسبت سترې مشاعرې هم جوړوي، په دې اړه د دغه بهیر یو بل غړي حاتم څمکني خپلواک ته په خپلو خبرو کې وویل: (( تل کوښښ کوو، چې د ملي او کلتوري ورځو نمانځنه په ښه شان سره وکړو، خو بیا هم ځينې ارزښتناکې ورځې د امکاناتو د نه لرلو له امله راڅخه پاتې شي، خو موږ بیا هم له ډېرو ستونزو او یو عالم بوختیاوو سره ـ سره بهیر ته له زړه کار کوو او د بابا مېنې د وګړو په فکري او معنوي روزنه کې خپل دین ادا کوو.))

دغه بهیر تراوسه پورې له ۲۰۰ ځلې زیات ادبي ناستې او مشاعرې جوړې کړې دي.

 

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …