کورپاڼه / خپلواک / هند د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې ته په ٢١١ منډو ماتې ورکړه
افغانستان او هند ١٩ کلنې لوبډلې

هند د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې ته په ٢١١ منډو ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (١٢ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې نن د ١٩ کلنو نړيوال جام د پيل نه مخکې خپله لومړۍ تمريناتي لوبه له هند ١٩ کلنې لوبډلې سره ترسره کړه، خو په توپوهنه کې افغان توپوهونکي په بشپړ ډول ناکامه شو، چې نيمايي لوبغاړي په صفر وسوځېدل او همدا راز د ٢١١ منډو په توپير يې له هندۍ لوبډلې ماتې وخوړله.

په دغه وارم اپ يا تمريناتي لوبه کې د هند ١٩ کلنې لوبډلې لومړى پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

هند ١٩ کلنې لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٥٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې ياشسوي جېسوال ٦٩، تلک ورما ٥٥ او پريام ګرګ ٣٦ منډې وکړې.

د افغان ١٩ کلنې لوبډلې له لوري عابد محمدي ٣، فضل حق ٢ او عبدالرحمان ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٥٦ منډو د هدف په تعقيب کې د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې توپوهونکي په بشپړه توګه ناکامه شول او هېڅ توپوهونکى په دې ونه توانېده چې په مېدان کې د لږ ساعت لپاره ودرېږي، يوازينى توپوهونکى محمد اسحاق و چې تر لس زياتې منډې يې وکړې. لوبډلمشر فرهان زاخېل، صديق الله اتل، رحمان الله، عابد محمدي او عبدالرحمان په صفر وسوځېدل، همدا راز محمد اسحاق ١١، عمران مير ٨، اصف موسى زي ٤، ابراهيم ځدراڼ ٦، شفيق الله غفاري او عابدالله تڼيوال ١-١ منډه وکړه.

د افغانستان ټوله لوبډله په ١٧.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٤٤ منډې وکړې، چې د ٢١١ منډو په توپير يې ستره ماتې وخوړه.

د هند له لوري کارتيک تياګي ٣، اکاش سينګ، سوشانت مشرا او شوبانګ هيګړى ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د يادولو ده چې افغان ١٩ کلنه لوبډله به خپله دويمه تمريناتي لوبه د جنورۍ په ١٤مه نېټه د انګلستان ١٩ کلنې لوبډلې سره ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …