کورپاڼه / خپلواک / ويسټ انډيز په ايرلېنډۍ لوبډلې سمې لوبې وکړې
ايوان ليويس

ويسټ انډيز په ايرلېنډۍ لوبډلې سمې لوبې وکړې

خپلواک وېبپاڼه (۱۳ جنوري ۲۰۲۰): ويسټ انډيز او ايرلېنډ د درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ ترسره کړه، چې ويسټ انډيز په درې واړه لوبو کې ايرلېنډ ته ماته ورکړه او د درې لوبو لوبلړۍ يې په ۳-۰ سره وګټله او ايرلېنډ ته يې وايټ واش ماته ورکړه.

د دغه لړۍ وروستۍ يا دريمه لوبه پرون په سينټ جارج کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د ويسټ انډيز لوبډلې وګټله او لومړی يې د ايرلېنډ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ايرلېنډ په ۴۹.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر انډي بيلبيرني ۷۱، انډي مک برين ۲۵ ناسوځېدلې، کيوين اوبراين ۲۱ او جېمز مک کالم ۲۰ منډې وکړې.

د ويسټ انډيز له لوري هايډن والش ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ۱۰ اورونو کې يې د ۳۶ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول، همدا راز اوشان توماس ۳، روسټون چېس ۲ او روماريو شيپرډ ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د باران د ورښت له لامله ويسټ انډيز ته په ۴۷ اورونو کې د ۱۹۷ منډو هدف وټاکل شو.

د ۱۹۷ منډو هدف ويسټ انډيز لوبډلې په ۳۶.۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۵ ويکټو يې ايرلېنډ ته په وروستۍ يو ورځنۍ لوبه کې هم ماته ورکړه. د دوی له لوري ايوان ليويس ۱۰۲، نيکولاس پوران ۴۳ ناسوځېدلې او برينډن کنګ ۳۸ منډې وکړې.

د ايرلېنډ له لوري انډي مک برین ۲، بېري مک کارتي، کرېګ ينګ او سيمي سينګ ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړې.

ويسټ انډیز د ايرلېنډ لوبډلې ته په لوبلړۍ کې په ۳-۰ سره وايټ واش ماته ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه. د وروستۍ لوبې د غوره لوبغاړي او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ايوان ليويس ترلاسه کړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …