کورپاڼه / خپلواک / د ویراټ کوهلي ژوند لیک او جالبې کیسې
ويراټ کوهلي، ژوند ليک او جالبې کيسې

د ویراټ کوهلي ژوند لیک او جالبې کیسې

خپلواک وېبپاڼه (۱۳ جنوري ۲۰۲۰): ويراټ کوهلي د هند کرکټ ملي لوبډلې یو دېرش (۳۱) کلن لوبډلمشر او غوره توپوهونکی دی، له لومړیو یې ژوند له ډېرو کړاوونو سره مخ و، دلته یې ځینې جالبې کیسې ولولئ.

د ویراټ کوهلي پلار نه غوښتل چې ویراټ دې کرېکټر شي، پلار به یې تل ویراټ ته ویل چې ته باید پر زده کړو تمرکز وکړې، تر څو راتلونکي کې یوه ستره څېره شې، مور به یې ځینې وخت د ویراټ ملاتړ کاوه، خو بیا يې هم خوښه نه وه چې دی دې ښوونځی د لوبو لپاره پرېږدي.

ویراټ له لسو کالو کم عمر درلود چې پلار یې د کرکټ روزنتون کې شامل کړ، د ویراټ کوهلي پخوانی روزونکی وایي: ((کله چې ویراټ بېټېنګ ته درېده نو ما غوښتل چې کوچني توپ اچوونکي توپ اچوونې ته راولم، خو ویراټ به ویل چې نه، کوچنیان ما نه شي سوځولی.))

ویراټ کوهلي به ډېری وخت د سوځېدلو وروسته خپل بېټ پر ځمکه واهه، خو چې کله به یې بېټ مات کړ، پلار به یې پرې ډېر غوسه کېدو.

د هند ۱۹ کلنې لوبډلې ته د ویراټ راتګ هم یوه معجزه وه، ویراټ وایي هغه ورځ چې لوبډلې ته وټاکل شوم، نو هغه ورځ مې هېڅ کله نه هېرېږي. ویراټ وایي هغه ورځ موږ لومړی توپوهنه وکړه، کله چې زما د توپوهنې وار شو، نو ما سلیزه ووهله، دا ډېره ارزښت ناکه لوبه وه، ځکه هغه ورځ د هندۍ لوبډلې سلېکټر د لوبې لیدو ته راغلی و، کله چې يې زما سلیزه ولیده، د هند د ۱۹ کلنو لوبډلې ته غوره شوم او دا دی تر ننه لوبېږم.

ویراټ کوهلي د سچن ټنډولکر وروسته د هندۍ لوبډلې د ملا تیر په حېث لوبېږي.

ویراټ تر دا مهاله نړيوالو لوبو کې ۷۱ سلیزې وهلي او د ۲۰۱۴م کال راهېسې د هند د کرکټ ملي لوبډلې  لوبډلمشر دی.

د ویراټ په کپتانۍ کې هندۍ لوبډلې ډېرې بریاوې خپلې کړې، که څه هم هند په انګلستان کې ښه نه دی ځلېدلی، خو اسټرالیا، سویلي افریقا او نيوزيلېنډ کې يې ډېرې لوبې ګټلي.

ویراټ کوهلي دا مهال د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو غوره توپوهونکی دی چې په لومړي مقام کې قرار لري. نوموړي تر ۲۲ زره زياتې نړيوالې منډې کړي دي.

ويراټ کوهلي د د۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۱۱مه نېټه د هندي فلمونو نامتو ستورې انوشکا شرما سره واده وکړ، چې د دواړو واده تر ډېره پورې د رسنيو سرټکی و او همدا راز په ټولنيزو رسنيو کې هم د دوی د واده په اړه ډېر بحثونه روان و.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …