کورپاڼه / خپلواک / دغه هلک دعوه لري، چې ایشوریه رای د نوموړي مور ده
Aishwarya Rai

دغه هلک دعوه لري، چې ایشوریه رای د نوموړي مور ده

خپلواک وېبپاڼه (۱۳ جنوري ۲۰۲۰): څو ورځې مخکې په نوي ډهلي کې یوې جینۍ دعوه کړې وه، چې نوموړې د اداکارې انورادها پوډوال لور ده. اوس تازه یوه هلک دعوه کړې، چې نوموړی د نوموتې ستورې ایشوریه رای زوی دی.

دغه ۲۲ کلن ځوان وايي، چې نوموړی د ایشوریه رای زوی دی او په ۱۹۹۸ عیسوي کال زېږېدلی دی. نوموړی وايي، چې دا وخت د هغه مور یانې ایشوریه رای د ۱۵ کالو په عمر وه، چې نوموړی ترې پيدا شو.

د راپورونو له مخې، د دغه هلک نوم سنګیت کمار دی. نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې دعوه کړې، چې هغه د نوموتې اداکارې ایشوریه رای زوی دی او په لندن کې آی وي ايف ( ان وټرو فرټلایزیشن ) په وسیله پیدا شوی دی.

Image

سنګيت کماردا دعوه هم کوي، چې تر دوه کلنۍ پورې د نوموړي پالنه د ایشوریه رای پلار و مور کړې ده، چې له دوه کالو وروسته د ایشوریه رای پلار نوموړی یتیم خانه کې شامل کړی و.

نوموړی وايي، چې د هغه کورنۍ د هغه د پیدایښت په اړه ټول معلومات پټ کړي او یو ثبوت یې هم نه دی پرېښي، چې نوموړی د ایشوریه رای زوی ثابت کړي.

سنګیت کمار وايي، که چېرته د ایشوریه رای کورنۍ د نوموړي د پيدايښت ثبوتونه له منځه نه وای وړي، نو نوموړي به په ایشوریه رای باندې په عدالت کې عریضه کړې وای.

هغه وايي، چې غواړي ژر تر ژره په ممبيي کې له خپلې مور ایشوریه رای سره یو ځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د کیرل اوسېدونکې  کیرالا نومې جینۍ ادعا کړې وه، چې اداکاره انورادها پوډوال د نوموړې مور ده او نوموړې د بیولوژیکي ثبوتونو پر اساس دا څرګنده کړې هم وه.

نوموړې وايي، چې د (بہت پیار کرتے ہیں تم کو صنم ) سندرې سندرغاړی د نوموړې پلار دی، چې له انورادها پوډوال سره پخوانۍ دوستانه اړیکې لري. هغه زیاتوي، چې د خپلې مور او پلار د اړيکې په اړه ښکاره ثبوتونه هم لري.

دا په داسې حال کې ده چې کیرالا خپل عمر ۴۵ کاله ښايي او د اداکارې اورادها پوډوال اوس مهال ۶۷ کاله عمر لري. د نوموړې په وینا، هغه دغه حقیقت خپلې مور ته د هغې د پلار له مړینې نه وروسته ووایه.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …