کورپاڼه / خپلواک / مصباح الحق د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو
مصباح الحق

مصباح الحق د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو

خپلواک وېبپاڼه (۴ سپتمبر ۲۰۱۹): د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکی مصباح الحق د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره نوی مشر روزونکی او همدا راز د غوراوي کمېټې مشر وټاکه.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، پاکستان کرکټ بورډ مصاح الحق ته د پاکستان کرکټ لوبډلې د مشر روزونکي او غوراوي کمېټې د مشر دندې وسپارلې، همدا راز وقار يونس يې بيا د توپ اچونې روزونکی وټاکه.

د پاکستان کرکټ بورډ په خپله يوه اعلاميه کې ويلي دي، چې په کرکټ کې دې اصلاحاتو او روڼتيا راوستو لپاره يې مصباح الحق د مشر روزونکي تر څنګ د غوراوي کمېټې مشر هم ټاکلی دی.

همدا راز پاکستان کرکټ بورډ پخوانی مشر روزونکی وقار يونس بيا د درې کالو لپاره د توپ اچونې روزونکی ټاکلی دی. همدا راز نږدې وخت کې د کرکټ له کمېټۍ څخه استعفا ورکونکی مصباح الحق به د راروانو درې کالو لپاره مشر روزونکی او د غوراوي کمېټې مشر وي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کوچ مکي ارتهر غوښتل چې دوه کاله نوره دنده هم ترسره کړي او د ۲۰۲۰ نړيوال شل اوريز جام کې هم د پاکستان مشر روزونکی وي، خو د پاکستان کرکټ بورډ هغه له ۲۰۱۹ نړيوال جام وروسته له دندې ليرې کړ.

مصباح الحق چې په ۱۹۷۴ کې د پاکستان په پنجاب ایالت کې زېږېدلی دی، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۷ پورې يې د پاکستان لپاره په نړيوالو لوبو کې ګډون کړی دی. هغه د پاکستان ملي لوبډلې کپتان هم تېر شوی دی.

نوموړي په ۷۵ ټېسټ لوبو کې ۵۲۲۲ منډې کړي دي، په ۱۶۲ يو ورځنيو لوبو کې يې ۵۱۲۲ منډې کړي او ۳۹ شل اوريزو لوبو کې يې بيا ۷۸۸ منډې کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …