کورپاڼه / خپلواک / جاوېد احمدي له ولسه د دعا غوښتنه کړې
جاوېد احمدي

جاوېد احمدي له ولسه د دعا غوښتنه کړې

خپلواک وېبپاڼه (١٣ جنوري ٢٠٢٠): د افغان کرکټ ملي لوبډلې ښي لاسي توپوهونکي جاوېد احمدي له ولس نه د دعا غوښتنه کړې ده.

د جاوېد احمدي زوی ناروغ دی او دا مهال په روغتون کې تر عملیاتو لاندې دی. جاوېد احمدي له ولسه دعا غوښتې تر څو خدای پاک د هغه زوى ته بېړنۍ شفا ورکړي. جاوېد احمدي په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي:

((زما د لویې هستۍ (زوی مې) اوس عملیات خونه که دى، متعال رب دې عملیات په خېر ترسره کړي، تر څو عمر مې روغ رمټ شي، او ګډ خوشاله ژوند وکړو. له درنو ملګرو هیله لرم چې زوی مې دعاګانو کې هېر نه کړي، له رب تعالی ورته بېړنی شفا وغواړئ. مننه))

جاوېد احمدي د افغان لوبډلې پیلیز توپوهونکی دی چې له ډېرو کلونو راهيسې د ملي لوبډلې سره يو ځاى دى.

جاوېد احمدي اوس ۲۸ کاله عمر لري، په ۴۴ یو ورځنیو لوبو کې یې افغان لوبډلې لپاره ۹۷۶ منډې کړي، ډېرې منډې یې یوه پاڼۍ کې ۸۱ دي، چې د ويسټ انډیز پر وړاندې یې ۲۰۱۷م کال کې کړي. همدا راز جاوېد احمدي ټېسټ لوبې هم لوبولي، چې ۲ لوبو کې یې ۱۰۵ منډې ترلاسه کړي دي. تېر ځل یې شل اوریزې لوبې هم وکړې خو ښه پکې ونه ځلېد او درې لوبو کې یې ۶ منډې وکړې.

جاوېد احمدي په ښي لاس ورو توپ اچوونه هم کوي چې تراوسه یې په یو ورځنیو لوبو کې ۹ لوبغاړي سوځولي دي.

جاوېد احمدي په شپږیزه کرکټ لیګ کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې سره ولوبېد او یاد لیګ کې یې لومړۍ سلیزه هم ووهله، چې ۱۱۷ منډې یې کړې وې.

Loading...

ليکوال\خبريال: عمران ناياب

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …