کورپاڼه / خپلواک / د ويراټ کوهلي مېرمن انوشکا هم د کرکټ لپاره بوټان په پښو کړل
انوشکا شرما او ويراټ کوهلي

د ويراټ کوهلي مېرمن انوشکا هم د کرکټ لپاره بوټان په پښو کړل

خپلواک وېبپاڼه (١٣ جنوري ٢٠٢٠): د هندي سينما د نامتو فلمي ستورې او د هندي کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي مېرمن انوشکا شرما ځينې انځورونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي دي، چې هغه پکې د کرکټ په مېدان کې د کرکټ لوبه کوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، انوشکا شرما د هند ملي لوبډلې په کاليو کې په لوبغالي کې کرکټ وکړ، دوى وايي چې هغه د هندۍ کرکټ ښځينه لوبډلې د يوې نامتو چټکې توپ اچونکې په ژوند باندې په جوړېدونکي فلم کې کار کوي.

د کرکټ په نړۍ کې د ويراټ کوهلي نوم څوک نه پېژني، هغه نه يوازې دا چې په ټېسټ سياليو کې د نړۍ غوره توپوهونکى دى، بلکې په يو ورځنيو لوبو کې هم د نړۍ غوره توپوهونکى دى او د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشري هم ورپه غاړه ده.

انوشکا شرما چې په ٢٠١٨ کې د شاه رخ خان سره په (زيرو) فلم کې يې کار کړى و، تازه يې د هندۍ کرکټ ښځينه لوبډلې د چټکې توپ اچونکې جولن ګوسوامي په ژوند جوړېدونکي فلم ثبت پيل کړى دى.

که څه هم تراوسه پورې د دغه فلم په اړه رسمي اعلان نه دى شوى، خو په ټولنيزو رسنيو کې د انوشکا شرما انځورونه خپاره شوي دي، چې هغې د هندۍ لوبډلې کالي په تن کړې دي او ويل کېږي چې د هند په يو کرکټ لوبغالي کې يې له نورو نجونو سره يو ځاى د فلم يوه صحنه ثبت کړې ده.

هندي رسنۍ ليکي، چې انوشکا شرما د نورو ١٠ ښځينه لوبغاړو سره د کلکتې په ايډن ګارډن لوبغالي کې د فلم يوه صحنه ثبت کړه. په ټولنيزو رسنيو کې چې کوم انځورونه خپاره شوي، هغې ته په کتلو سره انوشکا شرما بېخي د جولن ګوسوامي په څېر ځان جوړ کړى دى.


په ٢٠١٨ کال کې د انوشکا شرما له شاه رخ خان سره د (زيرو) په نوم فلم راغلى و، چې له هغه وروسته ځينو خلکو دا اوازې خپرې کړې، چې انوشکا شرما فلمي نړۍ پرېږدي، خو وروسته هغې په خپله يوه مرکه کې وويل، چې په يو کال کې يې درې فلمونه (پري، سويي داګه او زيرو) کې کار وکړ، چې دا اسانه خبره نه ده.

هغې په خپلو خبرو کې زياته کړې وه، چې د هر يو فلم لپاره ډېر تيارى نيول کېږي، نو ځکه په يو کال کې په درې فلمونو کې کار کولو ډېره ستړې کړې وه.

د يادولو ده چې د انوشکا شرما پرته يوه بله اداکار تاپسي پنو هم د هندۍ کرکټ ښځينه لوبډلې نامتو لوبغاړې ميتالي راج په ژوند جوړېدونکي فلم کې کار کوي، چې ښايي دواړه فلمونه يو بل ته نږدې نندارې ته وړاندې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …