کورپاڼه / خپلواک / انوشکا شرما هم د کرکټ میدان ته راځي
Anushka Sharma

انوشکا شرما هم د کرکټ میدان ته راځي

خپلواک وېبپاڼه (۱۴ جنوري ۲۰۲۰): د هندوستان د ملي کرکټ ټيم کپتان ویرات کوهلي پر غوره کرکټرۍ ټول خبر دي، خو اوس د باليووډ نوموتې ستورې او د ویرات کوهلي مېرمن انوشکا شرما هم د کرکټ ډګر ته راځي.

په ۲۰۱۸ عیسوي کال کې انوشکا شرما له شاه رخ خان سره په زیرو Zero فلم کې له رول لوبولو وروسته هغې په بل کوم فلم کې کار نه و شروع کړی، خو اوس نوموړې په یوه داسې فلم کې پر شوټينګ بوخته ده، چې د هندوستان د ښځو د کرکټ ټیم پخوانۍ کپتانه او تېزه توپ اچوونکې جهولن ګوسوامي پر ژوند جوړېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د انوشکا شرما ځیني عکسونه خپاره شوي دي، چې دغو عکسونو کې نوموړې د کرکټ په میدان کې ګرځي او د سپورټ په جامو کې د فلم شوټينګ کوي.

که څه هم د دغه فلم په اړه په رسمي توګه څه خبرتیا نه ده نشره شوې، خو ویل کېږي، چې ډېر ژر به یې د شوټینګ چارې تمامې او ترېلر به یې خپور شي.

په ټولنیزو رسنیو کې د انوشکا شرما د بدني روزنې کلب له خوا په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، چې د کرکټ په میدان کې انوشکا شرما د هند د ښځو د کرکټ ټیم له روزونکې جهولن ګوسوامي سره په خبرو بوخته ده او دغه وخت د فلم د شوټینګ لپاره دوی پر یوه رول مشوره سره کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، انوشکا شرما له ۱۰ تنو نورو کرکټ لوبغاړو سره یو ځای په کولکاتا ایډن ګارډن کې د فلم یوه صحنه ثبت کړې، رسنۍ دا هم وايي، چې کېدای شي د دغه فلم وروستۍ ابتدايي صحنه د جنورۍ پر ۲۵مه ثبت شي.

 

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۸ کال کې انوشکا شرما له شاه رخ خان سره په Zero فلم کې له رول لوبولو نه وروسته په کوم بل فلم کې نه وه را څرګند شوې، چې په دې اړه ګونګوسې هم خپرې شوې وې، چې ګنې نوموړې له واده کولو څخه وروسته باليووډ پرېښی دی، خو په دغه فلم کې به کار کولو سره نوموړې دا ګونګوسې هم رد کړې او د یوه نوي فلم خبر یې هم تر مینوالو ورساوه.

نوموړې په دې اړه چې ولې یې له Zero نه وروسته بل فلم دومره په ځنډ شروع کړ، وویل: (( ما په یوه کال کې په درې فلمونو کې کار وکړ، چې دا کوم اسانه کار نه دی. هغه وايي، له ۲۰۱۸ نه وروسته یې په فېشن انډسټري کې کار کاوه.))

پر انوشکا شرما سربېره په کرکټ باندې دغې جوړېدونکي فلم کې د هاليووډ اداکاره تاپسي پنو هم رول ادا کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …