کورپاڼه / خپلواک / دغه نقاشي په ۹ میلیونه او ۵ لکه یورو وپلورل شوه
NAQASH

دغه نقاشي په ۹ میلیونه او ۵ لکه یورو وپلورل شوه

خپلواک وېبپاڼه (۱۴ جنوري ۲۰۲۰): د فرانسوي نقاش پل ګوګن دغه تابلو د فرانسې په پاریس کې په (ارټیکولر) نندارتون کې په ۹ میلیونه او ۵۰۰ زره یورو وپلورل شوه.

پل ګوګن په ۱۹۰۳ عیسوي کال ومړ. نوموړي دغه تابلو په ۱۸۹۷ کال هغه وخت نقاشي کړې وه، چې کله نوموړی د تاهیتي په لویه وچه کې ژوند کاوه. د پل ګوګن دغه اثر (ټي بوراو) نومېږي، چې د تاهیتي په محلي ژبه کې د (ونه) مانا لري.

د دغې تابلو بیه له ۵ میلیونو څخه تر ۷ میلیونو یورو پورې اټکل شوې وه، خو د دغه اټکل پر خلاف نږدې په دوه برابره لوړې بیې سره وپلورل شوه.

د پل ګوګڼ دغه اثر په داسې حال کې په پاریس کې وپلورل شو، چې پر نوموړي د تاهیتي له ځوانو نجونو سره د ناوړه اړیکو تورونه وو او نیوکې پرې کېدلې. د پل مورګن په ډېرو اثارو کې نوې پېغلې شوې نجونې په بربنډ او نیمه بربنډ حالت کې نقاشي شوې دي.

پل ګوګن د (تي بوراو) تابلو له اتو نورو تابلوګانو سره یو ځای له تاهیتي نه د پلور لپاره فرانسې ته رالېږلې وې، چې په هغه وخت کې د یادو تابلوګانو دروند استقبال نه و شوي، ځکه خو یې دغه تابلوګانې بېرته تاهیتي ته وروغوښتې.

د پل ګوګن شهکار تابلوګانې چې په نړۍ کې خورا مشهورې دي، نوموړي په تاهیتي کې د ژوند کولو پر مهال نقاشي کړې دي.

د (ارټيکولر) هنري نندارتون د اعلامیې له مخې، هغه کس چې د پل ګوګن (ټي بوراو) تابلو یې پېرلې ده، د نړیوالو شهکارونو راټولونکی دی. دغه شهکار راټولونکی وايي، چې له دغې تابلو څخه به په فرانسه کې ساتنه شي او د یوه ارزښتمن هنر په څېر به خوندي پاتې شي.

عکس از آرشیو

د پل ګوګن د اثارو ریکارډ په ۲۰۰۶ کال کې ثبت شو. د نوموړي (تبر په لاس سړی) تابلو په ۲۰۰۶ کال کې په ۴۰ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو وپلورل شوه، چې د نیویارک په کریستي نندارتون کې وپلورل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …