کورپاڼه / خپلواک / د بنګله دېش لوبډله پاکستان ته په ورتګ راضي شوه
پاکستان او بنګله دېش

د بنګله دېش لوبډله پاکستان ته په ورتګ راضي شوه

خپلواک وېبپاڼه (١٤ جنوري ٢٠٢٠): د بنګله دېش ملي لوبډله پاکستان ته په ورتګ راضي شوې ده، چې په پاکستان کې به درې شل اوريزې، دوه ټېسټ او يوه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

تر دې مخکې د بنګله دېش کرکټ بورډ مسوولينو ويلي و، چې پاکستان ته د ټېسټ سياليو څه، چې د شل اوريزو سياليو لپاره ورتګ هم ګران دى، همدا راز ويل کېږي تېره ورځ د بنګله دېش ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو هم په دې اړه په خپل منځ کې ناسته کړې وه.

د بنګله دېش له انکار وروسته د پاکستان کرکټ بورډ مسوولينو پرلپسې د بنګله دېش کرکټ بورډ مسوولينو سره اړيکې نيولې او هغوى ته يې خطونه لېږل، چې که هر څنګه کېږي، خو دوى به د ټولو لوبو لپاره پاکستان ته ورځي او که داسې ونه کړي، نو دوى به ټوله معامله بيا د کرکټ نړيوالې شورا ته پرېږدي.

خو نن تازه د بنګله دېش کرکټ بورډ مسوولينو اعلان وکړ، چې د دوى ملي لوبډله به پاکستان ته لاړه شي او هلته به له پاکستانۍ لوبډلې سره درې شل اوريزې، دوه ټېسټ او يوه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.

د بنګله دېش او پاکستان ترمنځ لومړۍ شل اوريزه لوبه د جنورۍ په ٢٤مه، دويمه په ٢٥ او دريمه په ٢٧مه نېټه ترسره کېږي، چې يادې درې واړه لوبې به د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي.

همدا راز له هغه وروسته به لومړۍ ټېسټ لوبه د فبرورۍ په ٧مه نېټه پيل شي او تر ١١مې نېټې پورې به دوام وکړي، دغه ټېسټ لوبه به د پاکستان په پېنډۍ ښار کې ترسره شي.

له هغه وروسته د پاکستان سوپر ليګ د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه پيلېږي، چې تر ٢٢م مارچ پورې به دوام کوي او له دې لامله به د بنګله دېش او پاکستان دوه لوبې تر سوپر ليګ وروسته ترسره شي.

تر سوپر ليګ ختمېدو وروسته به د پاکستان او بنګله دېش يوازينۍ پنځوس اوريزه لوبه د اپريل په دريمه نېټه په کراچۍ کې ترسره شي او همدا راز د دغه سفر وروستۍ لوبه او دويمه يا وروستۍ ټېسټ سيالي به د اپريل په ٥مه نېټه پيل او تر ٩مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې دغه لوبه به هم په کراچۍ ښار کې ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ مسوولينو د بنګله دېش کرکټ بورډ په دغه پرېکړه خوشحالي ښکاره کړې ده او د سريلانکا لوبډلې پاکستان ته سفر وروسته يې دا د ځان لپاره ستر پرمختګ ګڼلى دى.

د پاکستان کرکټ بورډ په يوه اعلاميه کې ويلي دي، چې د کرکټ نړيوالې شورا چيرمېن ششنک منوهر د دواړو بورډونو ترمنځ مهم رول ترسره کړ. احسان ماني وايي، چې دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې دواړه لوبډلې په پاکستان کې لوبې ترسره کوي.

نوموړى زياتوي، چې زه د کرکټ نړيوالې شورا چيرمېن ششنک منوهر څخه هم ځانګړې مننه کوم، چې د دواړو هېوادونو د بورډونو ترمنځ يې ښه رول ترسره کړ او دا کار يې وکړ چې دواړه لوبډلې د کرکټ د پرمختګ لپاره سره مخته لاړې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …