کورپاڼه / خپلواک / ډيويډ وارنر د براين لارا، روټ، دهون، ويليمسن او ډيويليرز ريکارډ مات کړ
ډيويډ وارنر

ډيويډ وارنر د براين لارا، روټ، دهون، ويليمسن او ډيويليرز ريکارډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (١٤ جنوري ٢٠٢٠): د اسټراليا د پيل چټک توپوهونکي ډيويډ وارنر نن په يو ورځنيو لوبو کې ٥٠٠٠ منډې پوره کړې او په دې سره لومړنى اسټراليايي توپوهونکى شو، چې په کمو لوبو کې يې د پنځه زره منډو هدف پوره کړ.

ډيويډ وارنر نن په هند کې د هند پر وړاندې په لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه کې دغه کارنامه ترسره کړه. نوموړي نه يوازې دا چې د اسټراليا لومړنى توپوهونکى شو چې چټکې ٥٠٠٠ منډې يې ترلاسه کړې، بلکې په نړيواله کچه هم څلورم توپوهونکى شو، چې چټکې ٥٠٠٠ منډې ترلاسه کوي.

هغه د انګلستان جو روټ، د ويسټ انډيز براين لارا، د هند شيکر دهون، د نيوزيلېنډ کېن ويليمسن، د ويسټ انډيز سر ګارډن ګرينج او د سويلي افريقا اې بي ډي ويلرز ريکارډونه مات کړل.

ډيويډ وارنر ٥٠٠٠ منډې په ١١٥ لوبو کې پوره کړې، همدا راز د سويلي افريقا هاشم املا بيا ٥٠٠٠ منډې په ١٠١ لوبو کې پوره کړي دي او تر ټولو مخکې دي، تر هغه وروسته بيا د ويسټ انډيز سر ويو ريچرډز دى، چې په ١١٤ لوبو کې يې ٥٠٠٠ منډې پوره کړي دي او د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکى ويراټ کوهلي بيا په دريم مقام دى، خو هغه هم په ١١٤ لوبو کې دغه ځاى ته ځان رسولى دى.

همدا راز ډيويډ وارنر د اسټراليا ١٥م لوبغاړى دى، چې په يو ورځنيو سياليو کې ٥٠٠٠ منډې پوره کوي، خو هغه بيا تر نورو اسټراليايي توپوهونکو دا هدف ډېر ژر پوره کړ او لومړنى اسټراليايي توپوهونکى شو، چې يوازې په ١١٥ لوبو کې يې دغه هدف ته ځان رسولى دى.

د يادولو ده چې ډيويډ وارنر د هند پر وړاندې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې د ١٢٨ منډو په زړه پورې او چټکه ناسوځېدلې توپوهنه ترسره کړه، همدا راز ارون فينچ بيا ١١٠ ناسوځېدلې منډې وکړې او دواړو په لس ويکټو خپلې لوبډلې ته بريا ورپه برخه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …