کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا د هند لوبډلې ته په خپل کور کې شرموونکې ماتې ورکړه
ويراټ کوهلي او ډيويډ وارنر

اسټراليا د هند لوبډلې ته په خپل کور کې شرموونکې ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (١٤ جنوري ٢٠٢٠): اسټراليا په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې د هند لوبډلې ته د هغوى په خپل کور کې شرموونکې ماتې ورکړه او په لومړۍ ويکټ يې ترې لوبه وګټله.

د اسټراليا لوبډله د درې يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کولو لپاره هند ته ورغلې ده، چې نن هلته د دغه لړۍ لومړۍ لوبه د هند په ممبۍ ښار کې ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه اسټراليا وګټله او لومړى يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د هند له لوري روهيت شرما يوازې په ١٠ منډو وسوځېده، همدا راز شيکر دهون ٧٤ او کى ايل راهول بيا ٤٧ منډې وکړې، خو لوبډلمشر ويراټ کوهلي د ١٦ منډو کولو نه وروسته له مېدانه بهر شو.

تر دوى وروسته ريشب پانټ ٢٨ او رويندرا جډيجا ٢٥ منډې وکړې، چې بل څوک د ډېرو منډو په کولو ونه توانېدل.

هند په ٤٩.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٥٥ منډې وکړې، چې د اسټراليا لوبډلې ته يې د ٢٥٦ منډو هدف وټاکه.

د اسټراليا له لوري مچل سټارک ٣، پاټ کومنز او کېن ريچارډسن ٢-٢، اډم زمپا او اشټون اګر ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٥٦ منډو هدف اسټراليا ته ډېر اسانه ښکاره شو او دغه هدف د پيل توپوهونکو پوره کړ، اسټراليا پرته د کوم لوبغاړي له سوځېدو په ٣٢.٣ اورونو کې ياد هدف پوره کړ او هندۍ لوبډلې ته يې د ١٠ ويکټو په توپير ستره او شرموونکې ماتې ورکړه.

د اسټراليا له لوري ډيويډ وارنر ١٢٨ ناسوځېدلې او ارون فينچ ١١٠ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

ډيويډ وارنر

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ وارنر ته ورکړل شوه، چې نوموړي نن ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او اسټراليايۍ لوبډله يې بريالۍ کړه. اسټراليا د ٣ يو ورځنيو لوبو لړۍ کې د ١-٠ سره مخکې شوه.

همدا راز ډيويډ وارنر نن په يو ورځنيو لوبو کې ٥٠٠٠ منډې هم پوره کړې، چې لومړنى اسټراليايي توپوهونکى شو چې دغه هدف يې ډېر په چټکۍ سره ترلاسه کړ، همدا راز څلورم نړيوال توپوهونکى شو چې په ١١٥ لوبو کې يې دغه هدف ته ځان ورساوه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …