خپلواک وېپاڼه (۱۴ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې د انګلېنډ ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د افغاستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د نړیوال جام لپاره په دوهمه تمریناتي لوبه کې د انګلېنډ د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه. افغان لوبډلې د انګلېنډ ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه، چې انګلېنډۍ لوبډلې یاد هدف پوره نه شو کړای او لوبه د افغان لوبډلې پر بریا پای ته ورسېده.
د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو نړیوال جام لپاره د تمریناتي لوبو په لړ کې افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه د جنورۍ په ۱۲مه نېټه د هند له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې سره کړې وه، چې د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۴ کمو منډو سوځېدلې وه او له هندۍ لوبډلې یې په ۲۱۱ منډو ماته خوړلې وه.
د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۲۰ عیسوي کال کې د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو نړیوال جام په سهیلي افریقا کې ترسره کېږي، چې یادې لوبې به د روانې جنوري میاشت په ۱۷مه نېټه پیل شي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د ۲۰۲۰ نړیوال جام په فهرست کې په D ګروپ کې شامله ده، چې د سهيلي افریقا، کاناډا او د متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو سره به لوبې وکړي.
دغه نړیوال جام ته یوازې درې ورځې پاتې دي، چې اوله لوبه به د افغانستان او سهیلي افریقا لوبډلو تر منځ وشي. همدارنګه د جنورۍ په ۲۲مه نېټه افغان لوبډله له متحده عربي اماراتو او په ۴۲مه نېټه به د کاناډا د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې سره میدان ته ښکته شي.