خپلواک وېبپاڼه (١٥ جنوري ٢٠٢٠): د کرکټ نړيوالې شورا د هغه لوبغاړو نومونه اعلان کړل، چې د کرکټ په بېلا بېلو برخو کې د اى سي سي له لوري ورته جايزې ورکول کېږي.
په دغه برخه کې ډېر لوبغاړي د هند دي، همدا راز د انګلستان او اسټراليا لوبغاړي دي او د دويمه درجه هېوادونو په برخه کې بيا د سکاټلېنډ لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې ده.
دغه لېسټ چې د کرکټ نړيوالې شورا يې نن اعلان وکړ، د افغانستان له لوري پکې هېڅ لوبغاړى نه دى شامل، چې په ٢٠١٩ کال کې د کرکټ په کومه برخه کې يې جايزه ترلاسه کړې وي.
د انګلستان بين سټوکس د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د يو ورځنيو لوبو د کال د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه، نوموړى په ٢٠١٩ کال کې د نړيوال جام پايلوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړې وه. دغه لوبه چې د انګلستان او نيوزيلېنډ ترمنځ ترسره شوه، چې د نړيوال جامونو په تاريخ کې په لومړي ځل داسې يوه په زړه پورې لوبه ترسره شوه، چې سوپر اور ته لاړه او د سوپر اور تر مساوي کېدو وروسته د ډېرو باونډريو په وهلو سره انګلستان په لومړي ځل نړيوال جام کې اتلولي خپله کړه.
د انګلستان د نړيوال جام په اتلولۍ کې بين سټوکس تر ټولو مهم رول ترسره کړ، چې له دې لامله هغه د ٢٠١٩ کال د غوره کرکټر جايزه ترلاسه کړې ده.
A World Cup winner and scorer of one of the greatest Test innings of all time, Ben Stokes is the winner of the Sir Garfield Sobers Trophy for the world player of the year.#ICCAwards pic.twitter.com/5stP1fqSAP
— ICC (@ICC) January 15, 2020
بين سټوکس همدا راز د سر ګارفيلډ سوبرز ټرافي هم ترلاسه کړې ده.
په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې بيا د هند ديپک چاهار د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې ده، هغه ته د (T20I Performance of the Year) جايزه له دې لامله ورکړل شوې ده، چې د بنګله دېش پر وړاندې يې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې د ٧ منډو په بدل کې يې ٦ لوبغاړي وسوځول.
Deepak Chahar’s 6/7 against Bangladesh in November are the best figures in the history of men’s T20I cricket.
That spell is the T20I Performance of the Year.#ICCAwards pic.twitter.com/QJoXY3OuyQ
— ICC (@ICC) January 15, 2020
د يو ورځنيو لوبو د غوره لوبغاړي جايزه بيا د هند مخکښ توپوهونکي روهيت شرما ترلاسه کړې ده، چې تېر کال يې د خپلې لوبډلې لپاره په يو ورځنيو لوبو کې ښه توپوهنه ترسره کړې ده.
5️⃣ #CWC19 centuries
7️⃣ ODI centuries in 2019Your 2019 ODI Cricketer of the Year is Rohit Sharma.#ICCAwards pic.twitter.com/JYAxBhJcNn
— ICC (@ICC) January 15, 2020
همدا راز د اسټراليا پاټ کومنز بيا د ٢٠١٩ کال د ټېسټ سياليو د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې ده، چې په دغه کال کې ښه ځلېدلى دى.
5️⃣9️⃣ Test wickets in 2019 💪
14 more than any other bowler 👀
Pat Cummins is the 2019 Test Cricketer of the Year 👏 #ICCAwards pic.twitter.com/QDC4LW1oHl
— ICC (@ICC) January 15, 2020
د کرکټ نړيوالې شورا د نارينه و د ايمرجېنګ لوبغاړي جايزه د اسټراليا مارنوس لبېشين ته ورکړې ده، نوموړى د اسټراليا لوبډلې سره له يو ځاى کېدو وروسته په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ځان يې ثابت کړ، چې يو ستر کرکټر به شي.
د دويمه درجه د کال د غوره لوبغاړي جايزه بيا د سکاټلېنډ کېلي کوټزر ترلاسه کړه.
د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د ټېسټ او يو ورځنيو لوبو غوره توپوهونکي ويراټ کوهلي ته بيا د (Spirit of Cricket) جايزه ورکړل شوې ده.
Who remembers this gesture from Virat Kohli during #CWC19?
The Indian captain is the winner of the 2019 Spirit of Cricket Award 🙌 #ICCAwards pic.twitter.com/Z4rVSH8X7x
— ICC (@ICC) January 15, 2020
د لوبڅارانو په برخه کې بيا د ٢٠١٩ کال د غوره لوبڅار جايزه د انګلستان ريچارډ ايلينګورت ترلاسه کړې ده.