کورپاڼه / خپلواک / اى سي سي غواړي چې شل اوريز نړيوال جام کې لوبډلې زياتې کړي
اى سي سي شل اوريز جام

اى سي سي غواړي چې شل اوريز نړيوال جام کې لوبډلې زياتې کړي

خپلواک وېبپاڼه (١٥ جنوري ٢٠٢٠): د کرکټ نړيواله شورا يا اى سي سي په کرکټ کې د خلکو دلچسپۍ ته په کتلو او د کرکټ لوبې د لا پرمختګ لپاره په دې فکر کوي چې په نړيوال شل اوريز جام کې د لوبډلو شمېر زيات کړي.

د کرکټ نړيوال شل اوريز جام به سږ کال د اکتوبر په مياشت کې په اسټراليا کې ترسره کېږي، چې په دغه جام کې ١٦ لوبډلې ګډون لري، خو له ٢٠٢٣ څخه بيا تر ٢٠٣١ کال پورې چې کوم نړيوال جامونه ترسره کېږي، اى سي سي غواړي چې په هغې کې د لوبډلو شمېر ٢٠ ته پورته کړي.

په راتلونکو ٨ کلونو کې به لومړنى نړيوال شل اوريز جام په ٢٠٢٤ کال کې کېږي او د کرکټ نړيواله شورا غواړي، چې په دغه نړيوال جام کې د لوبډلو شمېر ٢٠ ته پورته کړي.

د راپورونو د معلوماتو تر مخه، که چېرته په نړيوال شل اوريز جام کې ٢٠ لوبډلې ګډون وکړي، نو په داسې حالاتو کې به بيا ٤ ګروپونو باندې لوبډلې وېشل کېږي او هر ګروپ کې به ٥ لوبډلې وي، چې ناک اوټ پړاو ته به غوره لوبډلې لار پېدا کوي.

د يادولو ده چې د سږ کال نړيوال شل اوريز جام ته غوره لوبډلو نېغ په نېغه لار پېدا کړې وه، همدا راز پاتې لوبډلو بيا د کواليفايي لوبو ترسره کولو وروسته نړيوال شل اوريز جام ته لار پېدا کړه، همدا راز د ٢٠ لوبډلو په شل اوريز جام کې به همدغه طريقه په لاره اچول کېږي.

د کرکټ نړيواله شورا يا اى سي سي وايي، چې شل اوريزه لوبې په نړۍ کې د کرکټ د پرمختګ او ودې لپاره تر ټولو ښه لاره ده، همدا راز د نړۍ په نورو لوبو کې چې څنګه د لوبډلو شمېر زياتول کېږي، په همدغه طريقه به په کرکټ کې هم د لوبډلو شمېر زيات کړل شي، تر څو په نړيواله کچه د کرکټ لوبې لا وده وکړي او مينه وال يې ډېر شي.

د يادولو ده چې د فوټبال په فيفا نړيوال جام کې ٣٢ لوبډلې ګډون کوي، همدا راز دوى بيا د ٢٠٢٦ فوټبال نړيوال جام ته د لوبډلو شمېر ٤٨ ته پورته کړى دى.

د کرکټ نړيوالې شورا ډېره هڅه کوي چې په امريکا کې کرکټ ته وده ورکړي، ځکه امريکا د کرکټ لپاره ستر مارکيټ کېداى شي، نو که چېرته د لوبډلو شمېر زياتېږي، نو په دې برخه کې بيا د امريکا د لوبډلې هم ډېر چانسونه شته دى، چې په نړيوال شل اوريز جام کې برخه واخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …