کورپاڼه / خپلواک / د نړيوال شل اوريز جام لپاره د اسټراليا لوبډلې نوي کالي
اسټراليا ښځينه لوبډلې کالي

د نړيوال شل اوريز جام لپاره د اسټراليا لوبډلې نوي کالي

خپلواک وېبپاڼه (١٥ جنوري ٢٠٢٠): د راتلونکي نړيوال شل اوريز جام لپاره د اسټراليا کرکټ بورډ د خپلې لوبډلې د نوو کاليو انځورونه له رسنيو سره شريک کړل.

د ښځو نړيوال شل اوريز جام چې په راتلونکي مياشت کې په اسټراليا کې ترسره کېږي، د اسټراليا کرکټ بورډ د ښځينه لوبډلې لپاره نوې کالي جوړ کړي دي، چې پکې د زيړ رنګ تر څنګ ګولډن او همدا راز تور رنګ هم کارول شوى دى، چې تر څنګ يې سپينې نښې او تور ستوري هم پکې شامل دي.

د اسټراليا کرکټ په وينا، چې دغه کالي يې د راتلونکي ښځينه نړيوال شل اوريز جام لپاره تيار کړي دي، دوى وايي چې ياد کالي د ميلبورن کرکټ لوبغالي نه په متاثره کېدو جوړ شوي دي.

اسټراليا ښځينه لوبډلې نوي کالي

د ٢٠٢٠ کال د ښځو نړيوال شل اوريز جام چې د فبرورۍ په ٢١مه نېټه پيلېږي او د مارچ تر ٨مې نېټې پورې به دوام وکړي، په اسټراليا کې ترسره کېږي.

په دغه نړيوال جام کې ١٠ لوبډلې ګډون لري او د پايلوبې په ګډون به پکې ټولې ٢٣ لوبې ترسره کېږي. ټولې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوي دي، چې لومړۍ لوبه به د اسټراليا او هند لوبډلو ترمنځ په سډني کې ترسره شي.

د اسټراليا او هند پرته په دغه نړيوال جام کې د انګلستان، نيوزيلېنډ، پاکستان، سويلي افريقا، سريلانکا، ويسټ انډيز، بنګله دېش او تايلېنډ لوبډلې هم ګډون لري. بنګله دېش او تايلېنډ لوبډلو بيا د کواليفايي له لارې د ښځو نړيوال جام ته لار موندلې ده.

د ښځو نړيوال شل اوريز جام چې په ٢٠٠٩ کال کې پيل شوى دى، تراوسه پورې ٦ نړيوال جامونه ترسره شوي دي، چې تر ټولو زيات پکې د اسټراليا لوبډلې ګټلې دي. اسټراليا ٤ ځل دغه جام کې اتلولي خپله کړې ده او تېر ځل ٢٠١٨ کال کې هم د شل اوريز جام اتله لوبډله وه.

همدا راز د ښځو په نړيوال شل اوريز جامونو کې بيا تر ټولو زياتې منډې هم د اسټراليا توپوهونکې سوزي باټس ترلاسه کړي دي چې ٨٨١ منډې يې کړي دي او ٣٦ زياتې ويکټې هم بيا د اسټراليا توپ اچونکې ايليس پيري اخيستي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …