کورپاڼه / خپلواک / بيګ باش کې د محمد نبي لوبډلې له ٩ ماتو وروسته لومړۍ بريا خپله کړه
محمد نبي لوبډله

بيګ باش کې د محمد نبي لوبډلې له ٩ ماتو وروسته لومړۍ بريا خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٥ جنوري ٢٠٢٠): د اسټراليا په بيګ باش تجارتي ليګ کې د محمد نبي لوبډلې ميلبورن رينيګاډز بالاخره هم خپله لومړۍ بريا خپله کړه، دا د محمد نبي دويمه او د ميلبورن رينيګاډز لسمه لوبه وه، چې د ٩ پرلپسې ماتو وروسته يې لومړۍ بريا په نصيب شوه.

دغه لوبه چې د ميلبورن رينيګاډز او سډني تنډر لوبډلو ترمنځ د اسټراليا په کانبيرا کې ترسره شوه، په پيل کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ميلبورن رينيګاډز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې سام هارپر ٥٢، شان مارش ٤٧، مارکوس هاريس ٢٢، لوبډلمشر ډينيل کريسچين ٢١ ناسوځېدلې او محمد نبي ١١ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سډني تنډر له لوري ليام بوو ٢، کريس موريس او ناتن مک انډريو ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

خو وروسته لوبه د باران له لامله د ځنډ ښکار شوه، چې د سډني تنډر لوبډلې ته په ١٤ اورونو کې د ١٣٥ منډو هدف وټاکل شو.

سډني تنډر په ټاکلو ١٤ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٢ منډې وکړې او د ډي اېل قانون له مخې يې په ١٢ منډو له ميلبورن رينيګاډز لوبډلې ماته وخوړله. د دوى له لوري الېکس روز ٥١ او الېکس هېلز ٣١ منډې وکړې.

د ميلبورن رينيګاډز له لوري ډينيل کريسچين ٣، محمد نبي، سميټ پټېل او انډريو فيکيټ ١-١ ويکټ واخيسته.

د يادولو ده چې په بيګ باش تجارتي ليګ کې دا د ميلبورن رينيګاډز لومړۍ بريا وه، تر دې مخکې په ٩ لوبو کې يې پرلپسې ماتې خوړلې دي، خو لسمه لوبه يې په خپل نوم کړه. همدا راز محمد نبي چې له ميلبورن رينيګاډز لوبډلې سره يو ځاى شوى دى، نو دا يې دويمه لوبه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …