کورپاڼه / خپلواک / ريشب پانټ د اسټراليا پر وړاندې له دويمې لوبې بهر شو
ريشب پانټ

ريشب پانټ د اسټراليا پر وړاندې له دويمې لوبې بهر شو

خپلواک وېبپاڼه (١٥ جنوري ٢٠٢٠): د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى او توپوهونکى ريشب پانټ په سر د لګېدو له لامله ټپي دى او د هند کرکټ بورډ تازه ويلي دي، چې هغه به د اسټراليا پر وړاندې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې نه وي.

د معلوماتو تر مخه، ريشب پانټ د اسټراليا سره په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې د توپوهنې پر مهال په سر ولګېده، چې وروسته بيا ويکټ ساتنې ته هم مېدان ته رانغى او د هغه پر ځاى بيا ويکټ ساتنې ته کى ايل راهول راغى.

د هند کرکټ بورډ وايي، چې هغه تر درملنې لاندې دى او دوى به وګوري چې هغه څه وخت پورې بېرته لوبې ته اماده کېداى شي. دوى وايي له اسټراليا سره تر دريمې يو ورځنۍ لوبې وروسته به دوى د ريشب پانټ د لوبېدو او نه لوبېدو په اړه پرېکړه وکړي.

ريشب پانټ چې د اسټراليا پر وړاندې يې په توپوهنه کې ٢٨ منډې ترلاسه کړې، پاټ کومنز په توپ باندې په هيلمټ ولګېده، چې توپ پورته شو او ايشټن ټرنر ونيوه او هغه يې وسوځاوه.

که څه هم ريشب پانټ باندې سر ګرځېده، خو هغه په خپلو پښو پويلين ته لاړ، خو وروسته وليدل شو چې د هغه حالت ښه نه و، نو له دې لامله مېدان ته راکوز نه شو او ويکټ ساتنه يې ونه کولاى شوه.

د هند کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې دوى د طبي پوهانو سره د ريشب پانټ په اړه خبرې کړې دي او د هغوى په وينا يې له دويمې يو ورځنۍ لوبې څخه کېنولى دى، تر څو سمه درملنه يې وشي او بېرته د لوبې کولو جوګه شي.

د يادولو ده چې اسټراليا هند ته په سفر راغلې ده، چې تېره ورځ يې له هندۍ لوبډلۍ سره لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د هند په ممبۍ کې ترسره کړه، چې هند ته يې په ١٠ ويکټو ماته ورکړه او په لوبلړۍ کې يې د ١-٠ سره مخکې والى ترلاسه کړى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …