کورپاڼه / خپلواک / ډيويليرز: غواړم يو ځل بيا له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شم
اې بي ډيويليرز

ډيويليرز: غواړم يو ځل بيا له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شم

خپلواک وېبپاڼه (١٥ جنوري ٢٠٢٠): د سویلي افریقا ځلانده کرکټ لوبغاړي ابراهم بېنجامین ډيويليرز د ۲۰۱۸م کال په (مۍ) میاشت کې له هر ډول نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. د ډيويليرز دا پرېکړه د کرکټ د مینوالو او شنونکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوه، ځینو مینوالو دا غوښتنه کوله چې ډيويليرز دې بېرته خپله پرېکړه وګرځوي، خو داسې ونه شول.

د ۲۰۱۹م کال پنځوس اوریز نړيوال جام په لړ کې د سویلي افریقا د ګڼو ماتو وروسته ډيويليرز غوښتنه وکړه چې غواړي له لوبډلې سره یو ځل بیا یو ځای شي، خو د سویلي افریقا د غوراوي او روزونکې ډلې له مخالفت سره مخ شو.

اوس چې د شل اوریزو لوبو نړيوال جام راروان دی، نو ډيويليرز بیا تکل کړی تر څو په شل اوریزو لوبو کې بېرته راتګ وکړي. ډيويليرز له رسنیو سره مرکې کې وويل چې ((غواړم یو ځل بیا له خپلې لوبډلې سره یو ځای شم.))

د سویلي افریقا اوسنی لوبډلمشر فاف ډوپليسي له رسنیو سره مرکه کې  وويل: ((هیله مند یم چې اې بي ډيويليرز بیا لوبډلې ته راولو.)) ډوپلیسي دا هم زیاته کړه ((اې بي ډيويليرز یو ستر لوبغاړی دی، ما له ډېر مخکې وخته د هغه د بېرته راتګ غوښتنه کړې وه، د تېر نړيوال جام په ترڅ کې زموږ لوبغاړي زموږ د پخواني روزونکي سره ښه بلد نه و، ځکه ښه مخته هم لاړ نه شو، اوس زموږ نوی مشر روزنکی مارک بوچر، د توپوهنې روزونکی جېک کېلس او د بورډ ډايريکټر ګریم سمېټ دي، له دوی سره غږېدلی یم او د ډيويليرز د بېرته راتګ خبره مې ورسره کړې.))

سویلي افریقا د راروان شل اوریز نړيوال جام څخه مخکې ۱۱ شل اوریزې لوبې لري، که څه هم د انګلستان پر وړاندې شل اوریزې لوبلړۍ کې ډيويليرز ته چانس نه دی ورکړل شوی، خو سویلي افریقا په اګست میاشت کې له ويسټ انډیز او اسټرلیا سره هم شل اوریزې لوبې لري، ښایي ډيويليرز یو ځل بیا لوبډلې ته راوستل شي.

ډيويليرز په بيګ باش کې خپله لومړۍ لوبه هم ولوبوله چې په ۳۲ توپونو يې ۴۰ منډې وکړې.

دا چې ډيويليرز به یو ځل بیا د سویلي افریقا لوبډلې ته راشي او که نه؟ د دې پوښتنې ځواب به وخت ورکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …