کورپاڼه / خپلواک / عبدالرحمن: خوشحاله یم چې لوبډله مې له سخت حالت نه راوویسته
Abdulrahman

عبدالرحمن: خوشحاله یم چې لوبډله مې له سخت حالت نه راوویسته

خپلواک وېبپاڼه (۱۵ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ځوان الرونډر عبدالرحمن چې اوس مهال د ۲۰۲۰ کال د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو د نړیوال جام لپاره تمریناتي لوبې ترسره کوي، پرون یې له انګلستان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې سره په لوبه کې ۵۴ منډې وکړې او په توپ اچونه کې یې ۲ وېکتې ترلاسه کړې.

د افغانستان ۱۹ کلونو لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، چې عبدالرحمن پکې د څلورو لوبغاړو د ژر – ژر سوځېدو نه وروسته توپ وهنې ته راغی، چې ښه توپ وهنه یې وکړه او په ۸۱ توپونو یې ۵۴ زیاتې منډې وکړې.

نوموړي د لوبې په بله پاڼۍ کې د توپ اچونې پر مهال په ۶.۲ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي ډن موسي او کاسي الډریج وسوځول. نوموړي د ۲۰۲۰ کال د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو نړیوال جام لپاره په اوله تمریناتي لوبه کې د هند پر خلاف یې د اترووا انکوليکر وېکټ اخیستې وه.

عبدالرحمن د انګلستان پر خلاف د ښې لوبې کولو په اړه وايي، چې یادې لوبې ته یې له اوله چمتووالی لاره او پوره تمرینات یې ورته کړي وو. هغه وايي، چې کله د افغان لوبډلې څلور لوبغاړي سر په سر وسوځېدل نو د کوچ له لوري نوموړی توپ وهنې ته وټاکل شو او ورته وویل شول، چې کوښښ وکړي په وېکټ پاتې شي او سټې وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې د کوچ خبره یې عملي کړه او وېکټ یې وساتله، چې په ۵۴ زیاتو منډو کولو بریالی شو او افغان لوبډله یې د بریا په لوري بوتلله.

عبدالرحمن زیاتوي، چې په خپله توپ وهنه او توپ اچونه باوري و او د هماغه باور له مخې یې وکولای شول، چې په دواړو برخو کې ښه وړتیا له ځانه وښايي. د نوموړي په وینا، د ډن موسي او کاسي الډریج دوه هغه مهمې وېکټې وې، چې په سوځېدلو سره یې د افغان لوبډلې بریا حتمي کړله.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …