کورپاڼه / خپلواک / جاپان کې نجونو او هلکانو خپله ځواني ونمانځله
Japan 2

جاپان کې نجونو او هلکانو خپله ځواني ونمانځله

خپلواک وېبپاڼه (۱۵ جنوري ۲۰۲۰): په جاپان هېواد کې هر مهال داسې مراسم ترسره کېږي، چې پکې هغه ځوانان او پېغلې ګډون کوي او خپله ځواني نمانځي، چې عمر یې ۲۰ کلنۍ ته رسېدلی وي او د بلوغ عمر یې پوره کړی اوسي.

په یاد هېواد کې د ځوانۍ یا بلوغ ورځ ملي رخصتي او دغو ښکلو مراسمو کې ګڼ هغه جاپانیان چې تېر کال ۲۰ کلن شوي وي، په دغو مراسمو کې د ګډون حق لري. دغه مراسم یوازې د ۲۰ کلنو ځوانانو او پېغلو لپاره دي او د بل عمر کسان پکې د ګډون حق نه لري او نشي کولای یادو مراسمو کې د نندارچي په حیث هم ګډون وکړي.

Japan

دغه مراسم د هرې جنورۍ پر دویمه دوشنبه ترسره کېږي او نوي ځوانان او پېغلې پکې ګډون کوي او د ښار په تالانونو او عامه ځایونو کې د خپلې ځوانۍ نمانځنه او د نورو ګډونوالو د خوشحالۍ او یادو مراسمو ته د هغوی د چمتووالي ننداره کوي.

په سږنیو مراسمو کې دغو ځوانانو او پېغلو چې د خپلې ځوانۍ نمانځنه یې کوله، دغه مراسم دا ځل د ټوکیو په ختیځه څنډه کې په ټوکیو ډیسنیلېنډ کې ترسره کړه او هلته یې یادو مراسمو کې د جاپان د بېلابېلو ملي کلتورونو نمونې وړاندې کړې.Japan 3

په دغو مراسمو کې نارینه هلکانو نوې درېشۍ او نيکټایانې په تن کړې وې او نجونو بیا د جاپان د بېلابېلو سیمو ښکلې دودیزې جامې پر تن کړې وې.

پخوا به په جاپان کې هلک او جینۍ چې د ۱۶ کلنۍ عمر ته به رسېدلي وو، د مور او پلار په خوښه واده کاوه، خو د اوسني قانون له مخې، اوس د هر جاپاني هلک او جینۍ دا خپل حق ګڼل کېږي، چې په خپله خوښه واده وکړي او په خپله خوښه ځان ته د ژوند ملګرې وټاکي.

جاپان کې د ځلیمتوب عمر په ۱۸۷۶ کال کې ټاکل شوی، خو په ۲۰۱۸ کال کې د جاپان دولت د ځلمیتوب عمر ۱۸ کلونو ته راټیټ کړ، چې دا قانون به په ۲۰۲۲ کال کې عملي شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …