کورپاڼه / خپلواک / محمد شهزاد: زه مې بېرغ په ټوله دنيا نه ورکوم
محمد شهزاد

محمد شهزاد: زه مې بېرغ په ټوله دنيا نه ورکوم

خپلواک وېبپاڼه (١٥ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان پخوانى چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد وايي، چې هغه دا خپل يو بېرغ په ټوله دنيا هم نه ورکوي.

محمد شهزاد چې څه وخت کېږي له نړيوالو او کورنيو سياليو کې نشته، پر هغه باندې د ٢٠١٩ نړيوال جام نه وروسته يو کلن بندېز لګېدلى دى، چې لا هم دغه بندېز نه دى ختم شوى.

خو نوموړى په وروستيو کې په دوه تجارتي ليګونو کې راښکاره شو، چې په ځينو لوبو کې يې ښه توپوهنه هم ترسره کړه. په لس اوريز تجارتي ليګ کې هغه د ډيکن ګليډيټرز لوبډلې لپاره ولوبېده او د بنګله دېش تجارتي ليګ کې بيا د رنګپور رېنجرز لوبډلې لپاره هم ولوبېده.

محمد شهزاد په خپله فېسبوکپاڼه باندې په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې چا تورن کړ، چا پرې د غدار ټاپه ولګوله، چا ګل خان کړ او چا هم جاسوس کړ.

هغه مخکې ليکي، چې کاش چې دا زړه مې د قفس نه بېرون راوتلى، تاسې ته به يې هر څه ټکي په ټکي ويلي واى. هغه وايي چې زه مې دا يو بېرغ په ټوله دنيا نه ورکوم.

محمد شهزاد وايي، چې له خپل وطن او خپلو وطنوالو سره مينه لرم او ځان مې ترې قربان.

د يادولو ده چې د افغان لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد چې د ٢٠١٩ نړيوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې سره يو ځاى و، په انګلستان کې له ټپي کېدو وروسته هېواد ته راولېږل شو او له نورو لوبو کېنول شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وويل، چې محمد شهزاد يې له دې لامله لېږلى دى، چې فټ نه دى او لوبه نه شي کولاى، خو محمد شهزاد کابل ته له رارسېدو سره سم د کرکټ بورډ پر ضد څرګندونې وکړې او وې ويل چې هغه روغ جوړ دى او د کرکټ بورډ او ځينو لوبغاړو د عقده يي چلند ښکار شوى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …