کورپاڼه / خپلواک / د انډري رسل توپاني توپوهنې د راج شاهي لوبډله پايلوبې ته ورسوله
انډري رسل

د انډري رسل توپاني توپوهنې د راج شاهي لوبډله پايلوبې ته ورسوله

خپلواک وېبپاڼه (١٥ جنوري ٢٠٢٠): د بنګله دېش تجارتي ليګ کې نن انډري رسل په زړه پورې توپوهنه ترسره او خپله لوبډله (راج شاهي رايلز) يې بريالۍ کړه او په دې سره راج شاهي رايلز لوبډله پايلوبې ته هم لاړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ په دويمه کواليفاير لوبه کې د چټاګرام چېلنجرز او راج شاهي رايلز لوبډلې سره مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه راج شاهي رايلز لوبډلې وګټله او لومړى يې د چټاګرام چېلنجرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

چټاګرام چېلنجرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې وکړې، چې کريس ګيل په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په ٢٤ منډو يې ٦٠ چټکې منډې ترلاسه کړې، هغه ٥ شپږيزې او ٦ څلوريزې هم ووهلې. همدا راز لوبډلمشر محمودالله ٣٣ او اصيلا ګونارتنى ٣١ منډې وکړې.

د راج شاهي رايلز له لوري محمد عرفان او محمد نواز ٢-٢، انډري رسل، عفيف حسېن او الوک کپالي ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٦٥ منډو هدف د راج شاهي رايلز لوبډلې په ١٩.٢ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٢ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري لوبډلمشر انډري رسل په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې په ٢٢ منډو ٥٤ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه، د هغه په توپوهنه کې ٧ شپږيزې او ٢ څلوريزې هم شاملې وې. همدا راز عرفان سکر هم ٤٥ منډې ترلاسه کړې.

د چټاګرام چېلنجرز له لوري روبېل حسېن او راياد ايمريټ ٢-٢، مهدي حسن راڼا، محمود الله او ضيا الرحمان ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه انډري رسل ترسره کړه، چې توپاني توپوهنه يې ترسره او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه، له دې سره د راج شاهي رايلز لوبډلې پايلوبې ته لار پېدا کړه، چې د جنورۍ په ١٧مه نېټه به د کهلنا ټايګرز لوبډلې سره په پايلوبه کې مخامخ شي.

د يادولو ده چې په کهلنا ټايګرز لوبډله کې افغان چټک توپوهونکى رحمان الله ګربز او نجيب الله ځدراڼ هم لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …