کورپاڼه / خپلواک / ويراټ کوهلي: کېنم، ودرېږم، منډه کړم، هېڅ نه پوهېدم چې څه وکړم
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: کېنم، ودرېږم، منډه کړم، هېڅ نه پوهېدم چې څه وکړم

خپلواک وېبپاڼه (١٥ جنوري ٢٠٢٠): د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ غوره توپوهونکى ويراټ کوهلي وايي، چې له خپلې مور سره ټلويزيون ته ناست و او د خپل نوم په اورېدو هېڅ نه پوهېده چې څه وکړي، کېني، ودرېږي، منډه کړي او که ټوپونه ووهي.

ويراټ کوهلي چې د يو ورځنيو او ټېسټ سياليو غوره مقام لرونکى توپوهونکى دى، هغه همدا راز ډېر زيات ريکارډونه مات کړي دي او لا هم هيله شته چې هغه به ډېر زيات کرکټ وکړي او د هغه په څېر توپوهونکى ښايي بيا رانه شي.

خو د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، ويراټ کوهلي په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې هغه د خپلې مور سره ټلويزيون ته ناست و او هغه مهال يې د خوشحالۍ هېڅ حد نه و، چې په ملي لوبډله کې شامل شوى و او په ټلويزيون کې يې د هغه نوم هم واخيسته.

ويراټ کوهلي وايي، چې زما د ژوند تر ټولو يادګاره ورځ او لمحه همدغه وه، دغه مهال چې ما خپل نوم په ټلويزيون واورېده نو هېڅ خپله خوشحالي مې نه شواى کنټرولولاى، زه هېڅ نه پوهېدم چې څه وکړم، کېنم، ودرېږم، منډه کړم او که ټوپونه ووهم، دا ورځ به هېڅ کله زما هېره نه شي.

ويراټ کوهلي په همدغه کال کې د ١٩ کلنو لوبډلې لوبډلمشر و، چې د ١٩ کلنو نړيوال جام کې يې اتلولي خپله کړه او ويراټ کوهلي پکې ښه وځلېده، همدا راز په همدغه کال کې نوموړى د هند ملي لوبډلې ته هم راغى.

ويراټ کوهلي وايي چې د ډېر زيار او خوارۍ پايله يو نه يو ځل راووځي، کله چې د ملي لوبډلې لپاره په مېدان کې لوبېږئ، نو هغه احساس بل هېڅ ځاى نه شئ ترلاسه کولاى.

د يادولو ده چې د کرکټ د نړۍ دغه مخکښ توپوهونکي په يو ورځنيو لوبو کې له ١١ زرو څخه ډېرې منډې کړي دي، همدا راز په ټېسټ سياليو کې يې هم بيا له ٧ زره نه ډېرې منډې ترلاسه کړي دي او په دواړو بڼو کې يې بيا ٧٠ سليزې وهلي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …